|
د ښار غږ: د ماسټر پلان طبيق | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ماسټر پلان چې جنرل پلان يا عمومي پلان هم ورته ويل کېږي، د ښاري خدمتونو د برابرولو لپاره طرح او عملي کېږي. خو ځيني خلک له دې امله شکايت لري چې دوی نوي کورونه په بيه اخيستي او اوس تر لنډې مودې وروسته پر هغه ماسټرپلان عملي کېږي. عبدالخالق چې څلورکاله دمخه يې په کابل کې کور اخيستي وايي: ”اوس چې ژمی هم رارسېدلی دی، زما کور د ماسټر پلان د عملي کېدو په ساحه کې راغلی دی چې ماته له دې امله ډېر زيان ورسېد“. انجينير سيف الرحمن چې د ښاري پلانونو د رياست کارکونکی دی وايي:
”هغه کسان چې غواړي کور يا دوکان واخلي، بايد لومړی ځان پوه کړي چې، دغه کور يا دوکان دماسټر پلان په ساحه کې دی کنه؟ دوی بايد په دې باب د سيمې له اوسېدونکو څخه معلومات واخلي. کله چې دکور اخيستلو اوقبالې ترلاسه کولو په موخه ښاروالۍ ته ورځي، نو ښه به وي چې دا پوښتنه هم وکړي چې داکور ترماسټرپلان لاندي دی کنه؟ ددې کار ګټه به داوي چې په راتلونکي وخت کې به ستونزې نه ورته پېښېږي“. عبدالقسيم چې څه موده مخکې يې په کابل کې يو کور رانيولی دی، داسي وايي: ”ما چې کله کور رانيوه، نو له خلکو او ښاروالۍ د چارواکو له خوا مې ځان ښه ډاډه کړ چې کور تر ماسټر پلان نه وي لاندي، بيا مې وروسته کور رانيو، اوس په دې اړه هيڅ اندېښنه نه لرم“. د ښاروالۍ د چارواکو په وينا، کله چې په يوه کور، دوکان، مارکيټ او نورو ځايونو باندي ماسټر پلان عملي کېږي، هغه کسانو ته چې له دې لاري زيانمن کېږي ځمکه ورکول کېږي. خوکه دهغوی د ملکيت ارزښت ډېر وي، نو د قيمت برابر پاتې پيسې يې هم ورکول کېږي. داچې ماسټر پلان څه ګټې لري، انجينير سيف الرحمن په دې اړه وايي:
”د ماسټر پلان عملي کول ټولو ښاريانو ته ډېرې ګټې لري، د بېلګې په ډول په ښارونوکې د ښوونځي، روغتون، اور وژنې، سينما او داسې نورې اسانتياوي برابرېږي. ماسټر پلان دخلکو دګټې او خير له مخي طرح او عملي کېږي، که څه هم ځيني خلک به يې له تطبيق سره جوړ نه وي، خو دا چې دا يو ډېر ضروري او عام المنفعه کار دی نو د ځينو خلکو له خوښي پرته هم عملي کېږي. هغو خلکو چې دماسټرپلان دعملي کولو سره مخالفت کړی، نو زيان يې کړی دی. د کابل ښار يو تن اوسېدونکی چې د خپل نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل: ”ښاروالۍ موږ خبر کړي وچې زموږ دوکانونه به د ماسټر پلان له مخي ړنګېږي، خوموږ ونه غوښتل چې خپل مال او شتمنۍ له دوکا څخه وباسو، نو هماغه و چې دولت زموږ دوکان له مال سره تخريب کړ“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||