|
د ښار غږ: ښاري تشنابونه او حمامونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ښارونو کې دکليو په پرتله حمامونو او تشنابونو ته ډېره اړتياليدل کېږي، ځکه چې د افغانستان له ګوټ، ګوټ څخه خلک ورته راځي. د کابل ښاروالۍ د چارواکو په وينا، د يوه کال په اوږدو کې يوازي د کابل په ښار کې د (٢٥) موجودو تشنابونو تر څنګ (١١) نور تشنابونو هم جوړ او په عصري وسايلو سمبال شوي دي. دا چې پخوا به ښاريان د تشنابونو د نه شتون په صورت کې له کومو ستونزو سره مخامخ کېدل، په دې اړه د کابل ښار يو اوسېدنکی، سليم وايي: ”ما ته يوه ورځ د تشناب تلو اړتيا پېښه شوه، خو تشناب مې پيدا نه کړ، تر ډېر ګرځېدو وروسته يوه کور ته ورغلم او دکور له خاوند څخه مې وغوښتل چې تشناب ته دتلو اجازه راکړي“. اوس مهال چې د ښار په بېلابيلو برخو کې عصري تشنابونه جوړ شوي، دغه ستونزه يوڅه اواره شوې، خو په دې برخه کې يوه بله ستونزه دا ده چې ځينې خلک د تشنابونو پاکۍ او نظافت ته پام نه کوي. کله چې يوڅوک د حاجت رفع کولو لپاره يوه ښاري تشناب ته ورځي، نو خوايې ګرځي او جامې يې ناولي کېږي. د کابل ښار يو اوسېدونکی، مسعود په دې اړه داسې وايي: ”دا خبره سمه ده چې ځينې کسان د تشنابونو پاکۍ ته پام نه کوي، خو هغه کسان چې د تشنابونو مسؤليت پر غاړه لري، هغوی خپله هم د تشنابونو په اړه بې غوري کوي“. د کابل ښار د زرنګار پارک د تشناب يو ساتونکی محمد دين په دې اړه وايي:
”موږ وخت پر وخت تشنابونه پاکوو خو هر ځل چې يوڅوک له تشنابه راوزي، نو تشناب ناولی پرېږدي. د بېلګې په ډول د تشناب کاغذ پرځای تيږې اولوټې استعمالوي، کله چې له تشناب څخه ځي نو کموډ ته اوبه نه وراچوي، همدارنګه د تشناب پر ديوالونو هم ډول ډول ليکنې کوي“. مسعود د دغو ستونزو د اوارۍ په اړه وايي: ”که خلک د تشناب نظافت ته پام وکړي او د تشناب ساتونکي د مسؤليت احساس وکړي، وخت پر وخت تشنابونه پاک کړي، نو کېدای شي چې د دغو ستونزو مخه ونيول شي“ . د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی، شريف وايي: ”زه نه يوازي تشنابونه، بلکې له ټولو عام المنفعه ځايونو سره احتياط کوم او خپل مال يې ګڼم“. ځينې خلک بيا له هغو کسانو سرټکوي چې له حمام سره احتياط نه کوي، د کابل ښار يو اوسېدونکی شهاب وايي:
”ما يو عصري حمام جوړ کړ، خو خلک جامې د کوټ بند پرځای پر شاور اچوي، له نلونو سره احتياط نه کوي. په دې ډول مو حمام ورځ په ورځ ورانېږي او ددې پرځای چې ګټه وکړو، تاوان مو وکړ“. بشير چې په کابل ښار کې خپل حمام لري، داسي وايي: ”هغه کسان چې حمام ته راځي موږ لار ورته ښيو چې بايد څنګه دحمام نظافت اوپاکۍ ته پام وکړي او هغه کسان چې نلونه ماتوي له هغوی څخه تاوان اخلو“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||