|
دښارغږ: کانکور | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو په وينا، تېر کال له (٥٢٠٠٠) شاګردانو دکانکور په ازموينوکې برخه اخيستې وه چې تقريباً (٢٥٠٠٠) نفره يې بريالي او پاتې نور يې ناکامه شول. دا چې دغه شاګردان ولي ناکامه شول ډېر علتونه لري چې يوعلت يې له ازموينې سره دشاګردانو نابلدي ده، ياني ځينې شاګردان دخپلي خوښي د پوهنځي په ټاکلوکې اشتباه کوي. احمدچې تېرکال يې ازموينه ورکړې وايي: ”کله چې يې ماته د ازمونې پاڼه راکړه، لومړۍ پوښتنې لږ راته سختې وې، ترڅو چې مې هغه حل کولې د نورو لپاره وخت نه و پاتې“. د لوړو زدکړو د وزارت د کانکور رئيس پوهاند حميدالله امين وايي: ”کله چې زده کوونکي ازموينې ته کېني، لومړی دي اسانه او بيادي سختې پوښتنې حل کړي. ځکه چې د هرې برخې پوښتنې ځان ته ټاکلی وخت لري“. يو بل زده کوونکی داسي وايي: ”ما پنځه پوهنځي ټاکلي وو، لکه طب، حقوق، ژورناليزم، ساينس اواقتصاد. (١٧٠) نمرې مې يووړې خو بې نتيجې پاتې شوم“. پوهاند امين په دې باب وايي: ” هيڅ وخت داسې نه شي کېدای چې څوک په دويم انتخاب حقوقوته کامياب شي. ځکه هغوکسانوچې اول انتخاب يې د حقوقو پوهنځی دی، نمرې يې ورسره برابرې دي اوپه دغسي شاګردانو د پوهنځي شمېره پوره شوې، د دوهم انتخاب د شاګردانو لپار ه ځای نشته. دلته د کانکور په ازموينې کې د انتخاب خبره رامنځ ته کېږي.
د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی خيبر داسي وايي: ”تېر کال ما او د ترور زوى مې يو ځاى امتحان ورکړى. ما (٢٧٥) نمرې واخستې خو بې نتېجې پاتې شوم، مګر د ترور زوى مې په (٢٦٠) نمرو ادبياتو ته بريالى شو“. پوهاند امين په دې باب وايي: د دې هلک دترور د زوی لومړی انتخاب ادبيات و چې نمرې يې هم ورسره برابرې وې. بايد سړی لومړی فکر وکړي چې دکوم پوهنځي سويه لري، ځکه چې بياوخت نشته. کله چې يو شاګرد د کانکور په ازموينه کې پوښتنې ځواب کړې، يوځل دي له ځان سره فکر وکړي چې په کومه برخه کې يې پوښتنې ښې او سمې ځواب کړي دي. بيا دي وروسته پوهنځی وټاکي. خو ځينې وخت کورنۍ پرته له دې چې د خپل اولاد سويې ته وګوري هغوی دې ته مجبوره کوي چې د هغوی په خوښه پوهنځی وټاکي. د کابل ولايت يو اوسېدونکی وايي:
زه کورنۍ مجبوره کړم چې طب انتخاب کړم، په اول او دويم ځل ازموينه کې بريالی نه شوم، دريم ځل چې بريالی هم شوم اوس دسمستر په ازموينو کې چانس خورم، ځکه چې ما ته طب سخت دی“. د بغلان ولايت يواوسېدونکی ايمل وايي: ”زما کورنۍ غوښتل چې زه طب ووايم خو ما هغوی ته قناعت ورکړ چې زما طب نه خوښېږي اونه يې ويلای شم، که بريالی هم شم وروسته يې نه شم ويلای. بيا هماغه و چې کورنۍ زماخبر ومنله ا ما په خپله خوښه ژورناليزم وټاکه، اوس په ډېر شوق ژورنالزم وايم اوهيڅ ستونزه نه ورسره لرم“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||