BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:24 گرينويچ 2008 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: ژمی او واورې

ژمی او واورې

د افغانستان په ډېرو سړو سيمو کې واورې اورېږي چې تر ډېره مهاله پورې په لارو او کوڅو کې پرتې وي.

څرنګه چې په ځينو سيمو کې د خلکو کورونه ډېر تنګ او کوچني وي نو هغوی دکور واورې هم لارو اوکوڅوته راباسي.

داچې دغه واورې خلکو ته څه ستونزې پيداکوي، په دې اړه د چاريکارو د ښار يوه مېرمن نوريه داسي وايي:

”څو ورځې مخکې زموږ ګاونډيانو له خپلو بامو څخه واورې کوڅې ته راغورځولي وې.

 تېره شپه زما ورور ناروغه شو، غوښتل مو چې روغتون ته يې بوزو، خو لاره په واورو دومره بنده شوې وه چې بيخي سړی نه شوای ورباندي تلای.
عزيز

مور مې ورباندې وښويېده او پښه يې ماته شوه“. دکابل ښار يو اوسېدونکي شفيق وايي:

”تېرکال زما لور مړه شوه، خلکو واورې کوڅې ته راغورځولي وې، لاره يې بنده کړې وه.

د جنازې په وړلو او سودا په راوړلوکې ډېر په تکليف وو. له يوې خوا غم و اوله بلې خوا د مېلمنو د تګ راتګ لاره بنده وه.“

د کابل ښار يو اوسېدونکی عزيز وايي: ”تېره شپه زما ورور ناروغه شو، غوښتل مو چې روغتون ته يې بوزو، خو لاره په واورو دومره بنده شوې وه چې بيخي سړی نه شوای ورباندي تلای.

اوس پوښتنه داده چې ولې ځينې کسان په لارو او کوڅو کې واورې اچوي؟ د کابل ښار يوه اوسېدونکې، شريفه وايي:

”زما په نظر د واورې اچولو لپاره مناسب ځای کوڅه ده“. د همدې سيمې يو بل اوسېدونکی اقبال وايي:

واوره په کوڅه کې
 که چېري واورې د کور په په انګړ کې پرېږدو، ويلي کېږي او بيا وروسته يخک کېږي چې بيا موږ ته ډېرې ستونزې پيداکوي
اقبال

”که چېري واورې د کور په په انګړ کې پرېږدو، ويلي کېږي او بيا وروسته يخک کېږي چې بيا موږ ته ډېرې ستونزې پيداکوي“.

خو دغزني ولايت يو اوسېدونکي کاظم بيا وايي: ”زموږ په سيمه کې خلکو واورې په لارو او کوڅو کې اچولې وې، ځکه نو هر وخت خلک ورباندي ښويېږي او لوېږي“.

خو ځينو خلکو بيا د دغې ستونزې د حل لپاره لارې چارې موندلي دي. په دې هکله دکابل ښار يو اوسېدونکی ميرويس داسي وايي:

”موږ د خپلو بامونو او کورونو واورې په خپلو پټيوکې اچوو، په دې کار سره له يوې خوا د واورو له بې ځايه اچولو مخه نيول کېږي، لارې او کوڅې نه بندېږي او له بلې خوا کښت ته ګټه رسېږي“.

دکابل ښار يو اوسېدونکی شاه محمدپه دې اړه وايي: ”موږ څو تنه ګاونډيان سره يوځای کېږو، بيا يو موټر نيسو، د بامو او کوڅو واورې په کې اچوو او يوځای ليري يې وړو“.

صفت الله او خبرياله
 زموږ کوڅه ډېره تنګه ده، ځکه نو د بامونو واورې د انګړ په يوه خوا کې غونډه وو او د کوڅې واوره له ديوال څخه ليري يوځای ګوښه سره ټولوو.
صفت الله

د همدې ښار يو بل اوسېدونکی جمال وايي: ”موږ د واورې ويلي کولو لپاره له مخصوې مالګې او ايرو څخه کار اخلو، ځکه چې مالګه او ايرې واوره ډېرژر اوبه کوي“.

د کابل ښاريو بل اوسېدونکی صفت الله وايي: ”زموږ کوڅه ډېره تنګه ده، ځکه نو د بامونو واورې د انګړ په يوه خوا کې غونډه وو او د کوڅې واوره له ديوال څخه ليري يوځای ګوښه سره ټولوو.

پخوا به ماشومانو په کوڅه کې يخمالک جوړاوه، خلک به پر ښويېدل خو اوس موخپل ماشومان پوه کړي دي چې په کوڅه کې يخ مالک جوړول سپين ږيرو، ښځو او ماشومانو ته ستونزې پيداکوي“.

يوه ښځه ورشکارهد ښار غږ
د ورزش ګټې
يو تن زده کوونکی د ژمي په کورس کې د ښار غږ
ژمنۍ رخصتۍ
يوه نجلۍ د کانکور په ازموينه کې دښارغږ
کانکور
د قرباني پسهد ښارغږ
قرباني
يو تن زده کوونکی د کانکور په ازموينه کېدښارغږ
کانکورکې شموليت
د ماسټر پلان طبيقد ښار غږ
د ماسټر پلان طبيق
يون تن سپينږيری په روغتون کې ښار غږ
خلک او روغتونونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>