BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:37 گرينويچ 2008 ,21 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: د ورزش ګټې

افغان فوټبالران د لوبغالي کې

ورزش سربېره پر دې چې روغتيا ته ډېره ګټه رسوي، د اجتماعي اړيکو په ټينګولو کې هم خورا ستره ونډه لري.

د بېلګې په توګه د يوه ولايت څو ټيمونه لوبه سره کوي، دغه ډول د بېلا بېلو ولايتونو ځوانان سپورټي سيالي کوي او بيا په دې ترڅ کې يوله بل سره پېژني او انډيولان کېږي.

له پېښور څخه يو راستون شوی کډوال، رقيب په دې هکله وايي:

”کله چې له کډوالۍ څخه خپل هېواد ته راغلم نو دلته مې څوک نه پېژندل.

د افغانستان ملي کرکټ ټيم
 ورزش سربېره پر دې چې روغتيا ته ډېره ګټه رسوي، د اجتماعي اړيکو په ټينګولو کې هم خورا ستره ونډه لري.
خبريال

بيا د ورزش په يوه کلب کې داخل شوم، لږ وخت نه و تېر شوی چې په کلب کې مې ډېر انډيوالان پيداکړل او اوس ښه راشه درشه ورسره لرم، ښه ساعت مې ورسره تېر دی“.

نعيم نومي يو ورزشکار د ورزش د اهميت په باب وايي: ”ورزش د ځوانانو، زړو، ښځو او نرو ټولو لپاره ډېر ګټور دی.

ځکه چې روغتيا ته ډېره ګټه لري، سستي او کسالت ليري کوي او سړی کار ته هڅوي. کله چې سړی ورزش کوي نو د خوښۍ احساس کوي او ځان قوي او غښتلی ورته ښکاري.

ددې ترڅنګ ځان مغروره ورته معلومېږي خو بايد يو ورزشکار ورزشي او سپورټي اخلاق په پام کې ونيسي.

د بېلګې په توګه يو ورزشکار بايد ډېر مهربانه وي، د لويانو احترام او پر وړو شفقت وکړي، بايد هدف يې د مظلومانو ملګري او له هغوی سره مرسته وي“.

خو يو شمېر ورزشکاران سپورټي اخلاقو ته پام نه کوي، ځينې ځوانان کله ناکله خپل قوت بې ځايه کاروی او خلکو ته ستونزې جوړوي، په دې اړه د کابل ښار يو اوسېدونکی هاشم وايي:

درې تنه نجونې د سپورټ کولو پرمهال
 يو شمېر ورزشکاران سپورټي اخلاقو ته پام نه کوي، ځينې ځوانان کله ناکله خپل قوت بې ځايه کاروی او خلکو ته ستونزې جوړوي.
هاشم

”ځينې ځوانان له ورزش څخه سمه ګټه نه اخلي، خپل قوت بې ځايه خلکوته ښيي چې دا کار له شخړو او جګړو سبب کېږي“. په دې اړه يو بل ورزش کار وحيدالله وايي:

”ځينې ځوانان چې يو دوې ورځې کلب ته ولاړ شي اسمان ته ګوري، داسي فکر کوي چې، د ځمکې پر مخ يوازي دی ګرځي، جګړې ته هسي پلمه لټوي او په وړه خبره جګړه کوي“.

هغه ځوانان چې ورزشي اخلاق په پام کې نه نيسي نو له کومو ستونزو سره مخ کېږي؟ په دې اړه دننګرهار ولايت يو اوسېدونکی نبي وايي:

” ماچې کله ورزش پيل کړ نو لومړی مې ورزشي اخلاق نه پېژندل او ځان ډېر قوي راته ښکارېده.

يوه ورځ مې له خپل يوه ګاونډي سره شخړه شوه او هغه مې ډېر وواهه.

د هغه ګاونډي پلار او وروڼه راغلل، زما او زما له پلار او وروڼو سره يې جګړه وکړه، وينې توی شوې او يوه لويه شخړه جوړه شوه.

دوه تنه باډيبلډران په سيالۍ کې
بايد يو ورزشکار د ورش تر څنګ ورزشي اخلاق هم په پام کې ونيسي.

اوس له هغه وخت څخه يو کال تېر شوی دی، خو موږ يو له بل سره خبرې نه کوو او خبره بيخي تر دښمني پوري رسېدلې ده“.

د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی جمال په دې باب وايي:

”زه مخکې له دې چې ورزش وکړم، لومړی مې د ورزشي اخلاقو په اړه ځان پوه کړ.

ځکه چې زه په دې پوهېږم، که يو ورزشکار ورزشي اخلاق ونه لري، نه ځان او نه يې ټولنې ته ګټه رسېدای شي، بلکې دګټې پرځای تاوان کوي.“

يو تن زده کوونکی د ژمي په کورس کې د ښار غږ
ژمنۍ رخصتۍ
د کابل په ښار کې نوی تشنابد ښار غږ
ښاري تشنابونه او حمامونه
يوه نجلۍ د کانکور په ازموينه کې دښارغږ
کانکور
د قرباني پسهد ښارغږ
قرباني
يو تن زده کوونکی د کانکور په ازموينه کېدښارغږ
کانکورکې شموليت
د ماسټر پلان طبيقد ښار غږ
د ماسټر پلان طبيق
يون تن سپينږيری په روغتون کې ښار غږ
خلک او روغتونونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>