BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:29 گرينويچ 2008 ,14 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: دغرونو کورونه او ژمی

دغرونو کورونه

افغانستان يوغرنی هيواددی، ان داچې ځينې ښارونه هم دغرونو او غونډيوپه لمنو کې جوړ شوي دي. دبېلګې په توګه د کابل، باميانو او فيض اباد ښارونه يادولای شو.

دغه خلک ډول ډول ستونزې لري چې په ژمې کې يې ستونزې نورې هم ډېرېږي. جميله وايي : ” زموږ کور دغره په لمن کې دی. يوه ورځ پر يخ ولوېدم اولاس مې مات شو“.

د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې وايي : ” يوه ورځ چې لارې يخک شوي وې، زه دفترته تلم چې پر يخک ولوېدم اوژوبله شوم“. دکابل ولايت يو اوسېدونکی نوراغاوايي :

” زموږکور په غره کې دی چې د ژمي په موسم کې ورته تګ راتګ ډېرسخت دی، نور وخت خوڅه کوې چې په اخترونو کې هم زموږ کره مېلمانه نه شي راتلای “.

خوداسې کسان هم شته چې ددغوستونزو د هوارۍ لپاره يې لارې موندلي دي. په دې باب دکابل د کارته سخي سيمې يو اوسېدونکی فواد وايي :

ډېر په تکليف يم!
 مجبور يم له بازار څخه سودا راوړم. داچې لارې يخ وهلي وي اوکور مو هم دغونډۍ پر سر دی.

” زموږ کور په غره کې دی، يوڅو ګاونډيان سره يوځای شولو، پيسې مو ټولې کړې او په هغه پيسو مو زينې جوړې کړې چې اوس ډېر هوسا پر لاره ځو اوراځو.

بل داچې اوس د بامونو واورې په کوڅه کې نه،بلکې دانګړ په يوه خواکې ټولوو او بيايې له لارې ګوښه يوځای اچوو.

په کوموځايونوکې چې واورې پاتي کېږي، پر هغو ځايونو ايرې او دواورې د ويلي کولو مخصوصه مالګه اچوو چې واورې ژر ويلي کړي . “

په ځينو کورنيو کې د کور کارونه د ماشومانو پر غاړه وی چې د واورې په صورت کې پر لاره تګ اوراتګ ورته ستونزمن دی. دباميانو ولايت يو اوسېدونکی، اميد وايي :

“ زه مجبور يم چې له بازار څخه سودا راوړم. داچې لارې يخ وهلي وي اوکور مو هم دغونډۍ پر سر دی نو له دې لارې ډېر په تکليف يم“ .

دکابل ښار يوه اوسېدونکې فوزيه وايي : ” زه د مجبوريت له مخې په ماشومانو سودا راوړم، خو ددوی لپاره مې تودې جامې اخيستي دي چې يخ يې و نه وهي .

افغانستان يوغرنی هيواددی، ان داچې ځينې ښارونه هم دغرونو او غونډيوپه لمنو کې جوړ شوي دي.

بوټونه يې هم مناسب دي چې هم تاوده دي او هم پريخک نه ښويېږي. په اوبو پسې چې يې لېږم وړوکي لوښي ورکوم چې راوړل يې ورته اسانه وي “ .

دغزني ولايت يو اوسېدونکی رحمت الله وايي : ” زه ټوله ورځ په وظيفه کې يم، ځکه نو سهار وختي ټول کارونه کوم، لکه اوبه راوړل، له بازار څخه سودا راوړل او داسې نور.

هغه کسان چې کورونه يې په غرونو اوغونډيوکې دي، که چېري دخپلوکورونو مخې ته زينې جوړې کړي، واورې يې پاکې کړي اودماشومانو پر ځای خپله سودا راوړی، نو تر يوې اندازې به يې ستونزې هوارې شوي وي.

کورونهد ښار غږ
کرايې کورونه
واوره او خلکد ښار غږ
ژمی او واورې
يوه ښځه ورشکارهد ښار غږ
د ورزش ګټې
يو تن زده کوونکی د ژمي په کورس کې د ښار غږ
ژمنۍ رخصتۍ
د کابل په ښار کې نوی تشنابد ښار غږ
ښاري تشنابونه او حمامونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>