|
د ښار غږ : د برېښنا سم استعمال | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ځينې ښارونه اوس هم ياخو برېښنا نه لري اوياکه لري يې هم، نو په ساعتونو ساعتونو نه وي. له دې امله ځينې خلک ستونزې لري، په تېره بيا په ژمې کې دغه ستونزه نوره هم ډېرېږي . دکابل ښار يوه اوسېدونکې ماه جبينه وايي : ” زما معاش دوه نيم زره افغانۍ دی، خود برېښنا محصول ( ٤٠٠٠) افغانۍ راباندې راغلی دی، اوس حيرانه يم چې دغه پيسې له کومه کړم؟ يوه بله مېرمن فضيله بيا وايي : ” زه له برېښنا څخه کار نه شم اخيستلای، ځکه چې ډېر لګښت راباندې راځي“ . دکابل په ښارکې يو برقي، رحمت الله وايي : ” دښارخلک ډېره برېښنا مصرفوي، هرڅومره چې مصرف ډېر شي، په هغه اندازه دبرق لګښت هم ډېرېږي. دبېلګې په توګه داسې کسان هم شته چې کله په اوبوکې آبګرمي کېږدي نوداوبوترايشېدو وروسته يې هم نه ليري کوي“. ځينې وخت برق د يوڅوساعتونو لپاره وي، ځکه نو ډېر خلک غواړي چې له برېښنا څخه په لنډ وخت کې ډېره ګټه واخلي، په دې باب دکابل ولايت يوه مېرمن فوزيه وايي : ” زه خپل ټول کارونه چې په برق کېږي دشپې لخواکوم، ځکه چې دورځې لخوا برق نه وي“ . دبرېښنا ډېر لګښت نور لاملونه هم لري، په دې اړه رحمت الله وايي: ” ځينې ښاريان ډېر زاړه او پخواني برقي سامان آلات استعمالوي، د بېلګې په توګه يوپخوانی اوتو د اوسنيو اوتوګانو په پرتله څوبرابره مصرف لري. ښه به داوي چې نوي او عصري سامان آلات استعمال شي“. خو ځينوخلکود برېښنادډېرلګښت مخه نيولې ده. دکابل ښار يواوسېدونکی، سمير داسي وايي : ” موږ نيون ګروپونه استعمالوو، ځکه چې لږه برېښنا غواړي او بل دبرېښنا ترڅنګ ګاز، لرګي او تېل هم استعمالوو چې په دې ډول دبرېښنا مصرف لږېږي“ . خو يوه بله ستونزه د برېښنا د مزو اوکېبلونو سوځېدل او شکيدل دي، په کابل کې دکارته سه سيمې يو اوسېدونکی شفيق داسي وايي : ” دبرېښنا دډېر استعمال له امله زموږ ټرانسفرمر وسوځېده، دوې مياشتې مو برېښنا نه درلوده. اخر مجبوره شوو چې په خپلوکې پيسې سره ټولې کړو او ټرانسفرمر جوړ کړو“ .
په دې باب رحمت الله وايي : ” دځينو سيمو دبرېښنا مزې ډېر زاړه دي، ځکه نو ژر سوځي اويا پرې کېږي“. يوه مېرمن عايشه ددغې ستونزې د اوارۍ په باب داسي وايي: ” کله چې زه په برقي ماشين کالي مينځم، نوپر همدغه مهال نور برقي سامان الات نه کاروم، ځکه چې پر برېښنا ډېر فشار راځي او لاينونه سوځي. موږ په يوه کورکې درې کورنۍ يوځای ژوند کوو، ددې لپاره چې پر برېښنا زور رانه شي، نو په نوبت دبرېښنا سامان الات استعمالوو“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||