BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:22 گرينويچ 2008 ,09 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: د ماشومانو خفګان

ماشومان

هغه کډوال چې خپل هيواد ته نوي راستنيږي، له نوي چاپېريال سره نابلده وي چې، دغه نابلدي هغوی ته يو لړ ستونزې پيښوي، په تېره بيا پرماشومانو يې ډېر بد اغېز کوي.

له ايران څخه يوه راستنه شوې مېرمن فرشته داسي وايي: ” موږ چې کله خپل هيوادته راستانه شولو، نو لور مې ډېره خوابدې وه، ځکه چې له خپلو دوستانو څخه ليري شوې وه “ .

شازيه چې له پاکستان څخه راستنه شوې ده، داسي وايي : ” موږ چې کله خپلې سېمې ته راغلو، نو زما ماشومان مې ډېرخوابدي وه، ځکه چې په سيمه کې بلد نه وه“ .

دشازيې ( ١٣) کلن زوی تميم داسي وايي : ” کله چې موږ په بهر کې و، نوهلته مې ډېرملګري درلودل، خودلته څوک نه پېژنم، تل خپل ملګري په خوب وينم“ .

داچې ولي د ځينو راستانه شويو کډوالو ماشومان خفه وي، په دې اړه يو راستون شوی کډوال، شريف وايي :

 کورنۍ کولاې شي چې ماشومانو ته له لرګيو، ټوکرانو او داسي نوروشيانو څخه دلوبو سامانونه جوړ کړي.

” زه او مېرمن مې دواړه له کوره دباندې وظيفه لرو. ځکه نونه شوکولای چې خپلوماشومانوته نوي ملګري پيداکړواود هغوی ديوازيتوب ستونزه هواره کړو“.

خو ولي د يوشمېر راستانه شويو کډوالو ماشومان په خپله اصلي سيمه کې خفه وي؟

په دې اړه دښوونې اوروزنې پوهنتون دارواپوهنې دپوهنځي استاد، محمد ظاهرشمس وايي :

کله چې ماشومان په يوه سيمه کې ژوند کوي، نو له هغه ځای سره عادت کېږي .

کله چې ورڅخه ليري شي خوابدی اوځورېږي. کله چې له دغوماشومانوسره په کوڅه، ښوونځي اوکورکې وران چلند کېږي، نو پر دوی ډېر بد اغېز کوي.

که چېري ددغوماشومانو خفګان تره ډېر مهاله پوري پاتې شي، بدې پايلې لري، دبېلګې په توګه عقده ورسره پيداکېږي، په رواني ناروغيو اخته کېږي اوګوښه ګوښه ګرځي .

خو ددې ستونزې داوارۍ لاره څه ده ؟ داپوښتنه يو راستون شوي کډوال، ګل اغا ځوابوي :

” موږ مخکې تر دې چې هيواد ته راشو،خپلوماشومانو ته مو د خپلي اصلي سيمې په باب معلومات ورکړل، دهغوی دلوبو شيان مو ورته برابر کړل او چې هيواد ته راغلو ښه ملګري موورته پيداکړل“ .

ماشومه
د ماشومانو بوخت ساتل، دوی تر ډيرې اندازې، له روحي فشار څخه ژغورلی شي.

يوبل راستون شوی کډوال، سميع وايي : ” زه چې کله هيوادته راستون شوم، نوماشومان به مې مېلمستياوو ته راسره بېول.

په دې ډول ورو ورو له خپلي اصلي سيمې سره بلدشول. ”

په دې باب محمد ظاهرشمس وايي : ” هغه کورنۍ چې بېوزله دي اود خپلوماشومانو لپاره ډېرې پيسې نه شي مصرفولای.

کولای چې خپلو ماشومانو ته دلوبو ارزان بيه شيان برابر کړي.

دبېلګې په توګه له لرګيو، ټوکرانو او داسي نوروشيانو څخه دلوبو سامانونه ورته جوړ کړي. ”

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
افغان کډوالد ښار غږ
دکډوالو راستنېدل
ښاري موټرونهد ښارغږ
ښاري موټرونه
برېښناد ښار غږ
د برېښنا سم استعمال
دغرونو کورونه د ښار غږ
دغرونو کورونه او ژمی
کورونهد ښار غږ
کرايې کورونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>