BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:21 گرينويچ 2008 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ : دکډوالو راستنېدل

افغان کډوال

دهواپه توديدو سره دا فغانستان بېلابېلوولايتونو ته دکډوالو راستنېدل پيل شوي دي .

هغه کډوال چې په ايران کې ژوندکوي، مخکې تردې چې هيواد ته راستانه شي، بايد په هغه هيواد کې دکډوالو دچارو دفترته ورشي .

دملګرو ملتونودسازمان وياند، نادرفرهاد وايي : ” هلته کډوالو ته يوه ځانګړې پاڼه ورکول کېږي. دوی به په دغه پاڼه کې ليکي چې هيوادته په خپله خوښه ستنېږي .

دايران کډوال پر درې ډوله هيوادته راستنېدلای شي. لومړی داچې کډوال د(يو، اين، ايچ ،سي، ار) د دفتر په مرسته ترپولې پوري ځي. دويمه ډله په خپله تر پولې پوري ځي.

درېيمه ډله هغه کډوال دی چې د ( يو، اين، ايچ، سي، ار) د ګرځنده ډلګيو لخوا سروې کېږي او تر پولې پوري رسول کېږي .”

له ايران څخه يو را ستون شوی کډوال، ولي وايي : ” موږته د( يو، اين، ايچ، سي، ار) ددفتر له خوا د ماين او ناچاوده توکو په اړه معلومات راکړل شو.

 کډوال هغه مهال مرستې ترلاسه کولای شي چې دکډوالۍ اسناد په لاس کې ولري.
نادر فرهاد

واکسين راته و لګول شو، د ناروغو کډوالو درملنه وشوه او ورسره دلارې دکرايې لپاره يوڅه پيسې هم راکړل شوې.

دا مرستې هغه مهال راسره وشوې چې، موږ تر پولې را واوښتلو ”. په دې باب نادر فرهاد وايي: ”کډوال هغه مهال دغه مرستې ترلاسه کولای شي چې دکډوالۍ اسناد په لاس کې ولري. ”

يوه افغانه کډواله چې اوسمهال په ايران کې اوسېږي، موږته په ټيليفون کې يوه بله ستونزه هم ياده کړه، دې وويل :

” موږغواړوچې افغانستان ته ستانه شو،خو زما پلار له يوه ايراني سره کار کوي. هغه نفر زما پلار ته دخپلې مزدورۍ پيسې نه ورکوي، ځکه هيواد ته نه شو تللی“.

په دې اړه د ( يو، اين، ايچ، سي، ار ) ددفترکارکوونکی عزيز رهجو وايي: ” که په ايران کې کډوال حقوقي ستونزه لري، کولای شي ، په ايران کې دمنازعاتودحل کمېټې ته ورشي.

کله چې يوکډوال دغې کمېټې ته ورشي نو دکډوالۍ اسناد ځينې غوښتل کېږي او داهم معلوموي چې څوک ملامت دی.

هغه کډوال چې هيواد ته راستانه شوي،که چېري يې په بهرنيو هيوادونو کې ستونزې نه وي حل شوي .

افعان کډوال
دکډوالو د حقوقي ستونزو لپاره، په ايران کې د منازعاتو د حل دفتر شته.

دوی کولای شي چې په هغه هيواد کې خپل يو استازی وټاکي او بيا وروسته ددغه کار لپاره خپله هم ورشي“ .

له ايران څخه يو راستون شوی کډوال، زيد وايي : ” په ايران کې مې کور ګرو نيولی و. دراتګ پر مهال دکورخاوند زماپيسې نه راکولې، بيامې د همدغې کميټې په مرسته خپله ستونزه هواره کړه .“

خو که په پاکستان کې افغان کډوال حقوقي ستونزې ولري بايد څه وکړي؟ په دې باب عزيز رهجو وايي :

” هغه کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي کولای شي خپلې ستونزې له ( يو، اين، ايچ،سي، ار ) سره شريکې کړي“.

ښاري موټرونهد ښارغږ
ښاري موټرونه
برېښناد ښار غږ
د برېښنا سم استعمال
دغرونو کورونه د ښار غږ
دغرونو کورونه او ژمی
کورونهد ښار غږ
کرايې کورونه
واوره او خلکد ښار غږ
ژمی او واورې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>