|
د ښار غږ : مېله ځايونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اوس چې دپسرلي موسم دی، خلک غواړي چې يوڅو شېبې يې ښې تېرې شي او ددې هدف لپاره باغونو او نورو مېله ځايونو ځي . ځينې خلک له خپلو کورنيو سره يوځای مېلوته ځي. په تېره بيا ښاري خلک چې ډېر بوخت او په بنده هوا کې ژوند کوي، مېلو ته ډېره اړتيا لري . خو کله کله په ميله ځايونو کې ځينې ستونزې هم پيدا کيږي. په دې اړه د پروان ولايت يوه اوسېدونکې شکيلا وايي : ” موږ به هر وخت مېلې ته تلو،خو يوه ورځ مې دخپلې بې غورۍ له امله لور په اوبو کې ولوېدله “. دهمدغه ولايت يوه سپين سرې ښځه وايي : “ موږ يوه ورځ مېلې ته تللي و، چې هلته مې لمسی ورک شو، يوه اوونۍ وروسته مو يې مړی داستالف په غره کې پيدا کړ“ . خو په مېلو کې د ماشومانوساتنه د چا مسئوليت دی؟ په دې باب د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی نجيب الله داسې وايي : ” زما په فکر په مېلوکې د ماشومانوساتنه د مور او پلار ترڅنګ دهغوکسانو مسئوليت هم دی چې، ماشومان دپېښې پرمهال ويني“. په دې باب شکيلاوايي: ” له هغه ورځې راهيسي چې لورمې په اوبوکې و لوېدله، د مېلې په وخت کې ډنډ اوسيند ته نژدې نه کېنو اوپرخپلوماشومانوپام کووچې ورک نه شي. دغه ډول د مېلې پر سامانونو، لکه فرش، ګاز، دېګ اوداسې نورو باندې هم پام کوو .“ دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ يوه اوسېدونکې، مينا بيا يو بله ستونزه هم يادوي : “ که موږ يوازي مېلې ته ولاړې شو، نو ځينې هلکان بدې خبرې راته کوي، که دغه ستونزه له خپلو نارينه وو سره شريکوو، نو شخړه جوړېږي“. نجيب الله وايي : “ زه چې کله يوځای په مېله ځم، نو وينم چې زموږ انډيوالان ښځې ځوروي، زه ورته وايم چې تاسې له دې کاره څه خوند اخلئ؟ که تاسې داسي کارونه کوئ ، نو زه نور ستاسي سره مېلې ته نه راځم . اوس ډېرو ملګرو زماخبرې منلي دي او په مېله کې څوک نه ځوروي“. خو داسي مېله وال هم شته چې مېلې ته د تګ پر مهال ځينې خبرې په پام کې نيسي. په دې باب د لغمان ولايت يوه اوسېدونکې مه جبينه داسي وايي :
” موږ چې کله مېلې ته ځو، زه او لوڼې مې داسې کالې نه اغوندو چې له ليري څخه د خلکو پام ځان ته راواړوي. که هرڅوک اول ځان سم کړي او بيا نوروته ګوته ونيسي، دا به ښه وی. ماخپلو زامنوته ويلي چې، پردۍ ښځې و نه ځوروي، ځکه چې په دې کار سره يوازي يو نفر نه، بلکې دټولې کورنۍ رنګ بدېږي“ . که چېري دمېلې پر مهال خپلوماشومانوته پاملرنه وکړو، مناسب مېله ځای وټاکو، نور خلک په تېره بيا ښځې و نه ځوروو، نو ښايي چې هم موږ او هم نور مېله وال له مېلې څخه خوند واخلي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||