|
دښارغږ: پاکستان نه دستنېدنې لړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له پاکستان نه دکډوالوستنيدنه د( ٢٠٠٨م ) کال دمارچ مياشتې لۀ لومړۍ نيټې ( ( ١٣٨٧) هجري شمسي کال دکب ( حوت ) مياشت په يوولسمه نېټه ) پيل شوه . دکډوالولپاره دملګروملتونودعالي کميشنرۍ په وينا، تراوسه پورې (١٠٠٠٠ ) کډوال هېوادته ستانه شوي ا و دا لړې روانه ده. خوځينې کډوال د ستنېدنی د دې نوې لړۍ په اړه سم مالومات نلري، يوکډوال حميد پۀ يوه تيليفوني پيغام کې وپوښتل: ” زه په کراچۍ کې اوسېږم ،غواړم هېواد ته ستون شم، پۀ دې نه پوهېږم چې څه ډول بۀ لۀ هغو مرستو برخمن شم چې دکډوالولپاره دي“ دهمدغې پوښتنې پۀ اړه دکډوالولپاره دملګروملتونودعالي کميشنرۍ کارکونکي نادرفرهاد وويل: ” هغوکډوال چې په پاکستان کې دکډوالۍ کارت لري،يا د( پي ، او، آر ) کارت ولري . کولی شي چې پۀ پاکستان کې د نوم ليکنې دفترته ورشي. دنوم ليکنې مرکزونه دپيښورد حيات آباد پۀ فېز( ٥ ) او دکوټې ښا رپۀ بليلې کې دي. دحيات اباد مرکز ته په رسمي ورځو دسهارلۀ ( ٧) نه تر( ٣٠ :٣) پورې کډوال ورتلای شي . او دکوټې هغه يې د سهار لۀ ( ٨) نه دورځې تر( ٣٠ :٣) پورې دکډوالولپاره کارکوي. هر کډوال بايد د ستنېدوپۀ وخت له ځانه سره دوه قطعې رنګه فاميلي عکسونه ولري . دنوم ليکنې مرکز ته ورشي او فورمه دې واخلي ،ورسره دې د( پي ، او ، آر ) کارت هم له ځا نه سره ولري . ځکه چې وپېژنل شي چې لۀ پاکستانه ستنېدونکي کډوال دي . ” خوله ستنېدونکوکډوالوسره کومې مرستې کيږي ؟ نادرفرهادوويل:” يوڅه نغدې پيسې، دماين دخطرونوپۀ اړه لارښوونې ، واکسيناسيون ، او که دکډوالو لار لرې وي . دشپې تېرولوځای هم ورکول کيږي، کډوالوته دهغوی دحقوقوپۀ برخه کې مالومات ورکوو. لکه: که کورياکوم بل ملکيت يې چا نيولی وي څه ډول يې بېرته اخېستلی شي. خو پيسې دې تريوې اوونۍ پورې واخلي، ځکه چې وروسته لۀ هغه يي نه شي اخېستلي.“ په پاکستان کې مېشت کډوال ميوند ويل: ”زه غواړم خپل تراکتوررا سره هېواد ته بوځم خونه پوهيږم څه ډول يي يوسم . “
ددغې ستونزې پۀ اړه نادر فرهادوويل :“کډوال که دکارشيان دځان لپاره راوړي مصرف پرې نه راځي ،خوکه دسوداګرۍ لپاره يي راوړي بيا مرسته نه شو ورسره کولی ” دکار وسايل لکه تراکتورچې کډوال يي راوړي دوی د افغانانودکميشنری مرکزته چې دپاکستان ددولت لخوا اداره کيږي ورشي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||