BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:17 گرينويچ 2008 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښار غږ: په ليليه کې استوګنه

په ليليه کې استوګنه

د افغانستان د لوړوزده کړووزارت په وينا دکابل پوهنتون د نرينوو مرکزي ليليه کې ( 2500 ) هلکان اوپۀ ښځينه هغه کې ( 1000 ) نجونې ژوندکوي .

خوځينې محصلين پۀ ليليه کې دځينو نورومحصلينو لۀ چلند نه سر ټکوي،دکابل پۀ مرکزي ليليه کې استوګن محصل احمدشاه وويل:

”ځينې محصلين ليليې ته خپل خپلوان اودوستان راولي ، پۀ بېلابېلوموضوعاتوخبرې کوي زموږ د لوست خنډکرځي . “

دنجونوليليې يوه استوګنه چې خپل نوم يې ونۀ ښودۀ وويل: ”کله ناکله زموږتر منځ شخړې کېږي ځکه چې يوه دبلې پۀ کارکې مداخله کوو، په دود او جامو غږيږو . ”

کوم ټکي بايدپه پام کې ونيسو چې په ليليه کې خوښ ژوند وکړو،ښه دوستان پيداکړو او نورو محصلينوته دستونزولامل نه شوو؟. جميل چې ليليه کې اوسېږي وويل :

 که پۀ ليليه کې بېځايه بحث ونکړو، نورو ته خنډ نه شو او يوبل ته درناوی وکړو، له خوښيو ډک ژوند به ولرو.

” ليليې ته ډېري محصلين لۀ کليو او بانډوراغلي وي، دهرچا سيمه اوژوند سره توپير لري، پۀ پيل کې يو بل سره ژوند کول ستونزمن وي خو بيا وروسته سره روږدي کېږي.

ملګري به مو راغلل،نورومحصلينوته به مزاحمت کېدۀ، ملګروته مې وويل، دباندې به سره وينو دلته محصلين درس وايي،هغوی ومنله او رانه خوابدي هم نه شول . “

خو ډېرمحصلين شته چې دغه ډول نزاکتونه په پام کې نيسي، محصلې رابعې غرشين وويل :“ زه لۀ نورونجونوسره لکه د کورد غړوپۀ څېر ژوندکوم، يوه لۀ بلې سره مرسته کوواو خوښ يو.

هغه نجونې چې نوې ليليې ته راځي بايد خپلو همخونوسره ښۀ ژوندوکړي، موږ خپلو کې دومره ښې اړيکې لروچې اوس يو ه دبلې کورنۍ هم پېژنو . “

يو بل محصل اېمل وويل: ” ليليې ته چې راغلم ماهم ستونزې درلودې، بيا مې خپل چلندبدل کړ بې ځايه بحثونه به مې نۀ کول د نورومحصلينود لوست او درس خنډ به نۀ ګرځېدم،

په ليليه کې استوګنه
ليليې ته ملګري او مېلمانه راوستل، د نورو ليليه مېشتو محصلينو د لوست خنډ ګرځي.

د محصلينو دودو دستور ته مې درناوی کاوۀ، اوس ډېرملګري لرم، ما ښوونځی پۀ کلې کې لوستی ؤ، دري مې پۀ ليليه کې زده کړه او له ښاري ژوند سره هم اشنا شوم . ”

که پۀ ليليه کې لۀ بې ځايه بحثونو ډډه وشي،دنوروپۀ کارونوکې مداخله ونۀ شي ، د نورودود ودستور ته درناوی وشي او له نويو راغلومحصلينو سره مرسته وشي ژوند به يې پۀ خوښۍ تېر شي.

انټرنټ کلب دښارغږ:
انټرنټ کلب
لوحېدښارغږ
لوحې
ميله ځايونهد ښار غږ
مېله ځايونه
انټرنيټښار غږ
انترنيت
ماشومان د ښار غږ
د ماشومانو خفګان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>