BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:55 گرينويچ 2008 ,17 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په نشه يي توکو روږدي ځلمي

 پر نشه يي توکو روږدی ځلمی
کورنۍ بايد پر نشه يي توکولۀ روږدو کسانو سره دنشې د پرېښودوپۀ برخه کې ډېره مرسته وکړي.
دنشه يي توکو په وړاندې دمبارزې وزارت او د ( يو، ان، او، ډي، سي) دفتر د ( ١٣٨٤ ) کال وروستۍ ارزونه وايي :( پۀ افغانستان کې( ٩ ) لکه او( ٢٠) زره انسانان په نشه يي توکو روږدي دي ).

پۀ کابل کې په نشه يي توکو د روږدو انسانانو ديو روغتيايي مرکزډاکتر واحدا لله وويل:

" لۀ دې سره سره چې دځينو درملنه هم شوې خو پۀ دې وروستيو وختونو کې د روږدو انسانانو شمېره مخ پر ډېرېدو ده".

پۀ ټولنه کې پر نشه يي توکو د روږدو انسانانو ډېرېدل ستونزې پيدا کوي، دوی څۀ چې، ان کورنۍ ېې هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي .

نو اړينه خبر ده چې کورنۍ لۀ روږدو کسانو سره دنشې د پرېښودوپۀ برخه کې ډېره مرسته وکړي.

لۀ بده مرغه چې، ځينې پرنشه يي توکو روږدي خلک لۀ دوی سره دخپلې کورنۍ لۀ چلند نه خوښ نۀ دی.

پر نشه يي توکو روږدي ځلمي
پر نشه يي توکو روږدي ځلمي:
 که پر نشه يي توکو روږدي خلک سپورت وکړي، دنشې پۀ پرېښودوکې ورسره مرسته کوي.

دکاپيساولايت اوسېدونکي تسليم وويل:" زۀ نشه کوم، ورورمې راسره ښۀ چلند نۀ کوي، پۀ دې يوه کال کې به يې دوه خبرې هم راسره نۀ وي کړي . زړه مې تنګ وي ، يوازې يم، چې نشه ونۀ کړم نو څه وکړم".

ډاکترواحدالله وويل:" کورنۍ پر ځای ددې چې، لۀ روږدو کسانو سره د نشې پۀ پرېښودلوکې مرسته وکړي، هغه پړګڼي، سپکې سپورې ورته وايي.

ديو ناروع پۀ سترګه ورته نۀ ګوري، د مجرم پۀ څېرچلند ورسره کوي، دا ډېره بده اغېزه کوي، ځکه په نشه د روږدو انسانانو زړۀ لۀ کورنۍ نه بدېږي.

خلک بايد روږدو انسانانوته د ناروغ پۀ سترګه وګوري، کورنۍ پرېکړې ورسره شريکې کړي، ښۀ چلند ورسره وکړي، نشې پرېښودلوته يي وهڅوي اود قدر پۀ سترګه ورته وګوري".

دباميان ولايت يوه اوسېدونکې چې اوس پۀ کابل کې اوسېږي وويل:" د لېورۀ زوی مې نشه کوله، اوس مو کابل ته راوست، پۀ روغتون کې يې درملنه کوو.

وخت پر وخت يې خبراخلو، ښۀ چلندورسره کوو، څه يې چې پۀ کار وي ورته برابروويې، نوځکه پۀ لږ وخت کې ښه شوی".

 پر نشه يي توکو روږدي خلک
پر نشه يي توکو روږدو کسانو سره ناوړه چلند بده اغېزه لري، د دوې زړۀ لۀ کورنۍ نه بديږي.

دغزني ولايت اوسېدونکي نصرت وويل:" ما غوښتل چې نشه پرېږدم، نو دځان دبوختيا لپاره مې سپورت پيل کړ. اوس مې وخت ښۀ تېرېږي اونېشې ته مې فکر نۀ وي".

ډاکټران وايي: پر نشه يي توکو روږدو خلکولپاره سپورت کول ډېر ښه کار دی، ځکه چې دنشې پۀ پرېښودلوکې ورسره ډېره مرسته کوي ، بوخت يې ساتي، نشې ته يې دومره شوق نۀ کېږي ".

کورنی کار او د نرينوو ونډهدښارغږ
کورنی کار او د نرينوو ونډه
ناچاوده توکي او کډوال ماشومان دښارغږ
کډوال ماشومان او ناچاوده توکي
کانکور ازموينې ته چمتووالیدښارغږ
کانکور ازموينې ته چمتووالی
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ دښارغږ
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ
 په ليليه کې استوګنه دښار غږ
په ليليه کې استوګنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>