BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:03 گرينويچ 2008 ,04 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: ناچاوده توکي او کډوال ماشومان

ناچاوده توکي

د( ATC ) ماين پاکۍ دفتروايي:" پۀ تېرو دووکالوکې پۀ کابل ښارکې دماين اوناچاوده توکو دچاودنو ( ٩٠ ) پېښې رامنځته شوي، چې ماشومانوته هم پۀ کې مرګ ژوبله وراوختې ده".

ځينې راستانۀ شوي کډوال داسې ننګېري چې ګواکې پۀ ښارونوکې ماينونه اوناچاوده توکي نۀ شته ، پۀ دې اړه دماين پاکۍ ددفترکارکوونکي سعيدهارون وويل:

"ماين پاکان هغه سېمې پاکوي، چې دلومړيتوب حق ولري. خوبيا هم دطبيعي پېښولۀ کبله ښايي پاکې شوې سيمې د دويم ځل لپاره پۀ ماين اوناچاوده توکوککړې شي."

راستانه شوي کډوال
"کډوال بايد هغه څۀ، چې دستنيدنې پرمهال دوی ته دماين پاکۍ دفتروايي ، زده او پلي کړي.

راستانۀ شوي کډوال لۀ دې امله چې پۀ سيمه کې بلد نۀ وي دماين اوناچاوده توکولۀ پېښوسره ډېرمخا مخېږي ،ديوۀ تن راستون شوي کډوال پلار رحمت الله وويل:"

لۀ کډوالۍ نه را ستانۀ شو، ماشومان مې پۀ سېمه کې بلد نه وو، هر لور ته به چې تلل مخنيوی مې ورته نۀ کاوۀ.

يوه ورځ مې بچيان لۀ نوروماشومانوسره پۀ ناچاوده توکوبرابرشوي وواو دچاودنې لۀ امله ټپيان شول."

ديارلس کلن حميدالله وويل:" کباړمې ټو لاوۀ پر ماين برابرشوم، هغه وچاودېدۀ زماپښه يې معيوبه کړه." دماين پاکۍ ددفترکارکوونکي سعيدهارون وويل:

"را ستانۀ شوي کډوال بايد هغه څۀ، چې دستنېدنې پرمهال دوی ته دماين پاکۍ ددفتردکارکونکولۀ لوري ورزده کېږي، ښه زده او پلي کړي،

ورسره دې لۀ سيمه ييزو خلکو، ملاامام ، اونورو خواخوږونه دماين اوناچاوده توکوپۀ اړه مالومات واخلي، بيادې خپلوماشومانو ته هم مالومات ورکړي.

او که ماشومان هم پۀ خپلوکې يوبل ته دماين اوناچاوده توکو پۀ اړه مالومات ورکړي، نودپېښوپۀ مخنيوي کې به ډېره مرسته وکړي ." يوراستون شوي کډوال شعيب وويل:

ناچاوده توکي
پر ماين اوناچاوده توکولاس وهل، لوبې کول اوراټولول غملړلې پېښې رامنځته کوي.

" موږ ته مې پلاردخطرناکوسيموپۀ اړه مالومات راکړي، اوس زه خپلونوروملګروته دماين اوناچاوده توکوپۀ اړه وايم چې ورنېږدې نۀ شي ځکه چې هغه چوي ."

خوسيمه ييز خلک پۀ دې اړه څۀ مسوليت لري ؟ دکابل ښاراوسېدونکي نورمحمدوويل:" دا دهرانسان انساني دنده ده،چې لۀ نابلده کسانوسره د خطرناکوسيموپۀ پېژندنه کې مرسته وکړي.

کانکور ازموينې ته چمتووالیدښارغږ
کانکور ازموينې ته چمتووالی
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ دښارغږ
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ
 په ليليه کې استوګنه دښار غږ
په ليليه کې استوګنه
انټرنټ کلب دښارغږ:
انټرنټ کلب
لوحېدښارغږ
لوحې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>