BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:12 گرينويچ 2008 ,13 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: کورنی کار او د نرينوو ونډه

کورنی کار
پۀ کور کې کار کول نۀ يوازې دا چې لۀ ښځو سره مرسته ده، بلکې خپله نرينه ته هم ګټه رسوي.
پوهانو ويلي: ( په کورکې اولۀ کورنه دباندې کارکول د نرينه او ښځينه دواړو لپاره ښه بوختيا اوساعتيري ده.)

پۀ افغانستان کې ځينې نرينه پۀ دې فکر دي، چې د کور کار يوازې د ښځو مسوليت دى، دوی يې ان پۀ کولو شرمېږي هم،

خو هغه نرينه چې پۀ کور کې کار کوي نۀ يوازې دا چې لۀ ښځو سره يې مرسته کړې، بلکې خپله دوى ته يې هم ډېره گټه رسولې ده.

خوهغه نرينه چې د کور لۀ کار سره بلد نه دي، له کومو ستونزو سره مخ شويدي؟ دلوګرولايت اوسېدونکي جمال وويل:

” ما پۀ کور کې کار نۀ کاوۀ، آن د څښلو اوبۀ به مې هم پر خپلې خور راوړلې، په دېگ کولوخوبېخي نۀ پوهېدم چې څه ډول پښېږي.

زه لندن ته ولاړم، تر يوکال پورې مې هگۍ خوړلې، ځکه بل څه مې نه شواى پخولى، زه پوه شوم چې زما فکر ډېر غلط وو. “

خوټول نرينه داسې نه دی، مجيب وويل:" زما دکور ټول کارونه زده دی اوکوم يي ، ډېره ګټه يې راته کړيده،

 د کورني کار زده کړه نرينوو سره مرسته کوي، خو داسې نه چې ښځې کښېني، دوی ته ووايي چې کار وکړئ.

مورمې ناروغه ده کارنه شي کولي زه ټول کار کوم، بل دا چې ايران ته مسافرشوم هلته مې خپل ټول کارپه خپله کاوۀ . "

متين وويل :"ما به پۀ کورکې پخلی کاوۀ،يو وخت پاکستان ته کار لپاره ولاړم هلته مې شلوکسانوته دېګ کاوه .

هلته ماته دپخلي کولو له برکته په يوه رسمي دفترکې کارپيداشوو، خواړه مې ورته پخول ښه تنخوا يې راکوله .دکورکارپه مرسته مې دا کار پيدا کړ."

دکابل ښاراوسيدونکې مينا وويل:" ټولو سړيو ته د کور د کار زده کول اړين دي، ځکه چې يو وخت يي په درد خوري.

خو داسې نه چې ښځې کېني سړيو ته ووايي، چې کار وکړي، ښځې کولاى شي هغوی ته د کور ټول کار ورزده کړي.

که د نرينه اخلی پخلی زده وي، له کوره دباندې به هم په دغه برخه کې ځانته ښه کاروبار پيدا کړي.

ما خپلو زامنو ته ويلي چې ښايي کله زه ناروغه شم، تاسو خو دومره زده کړئ تر هغه چې بله ښځه پيدا کېږي، خپلې ستونزې حل کړئ، ټول کارونه مې ور زده کړي".

که نارينه په کورکې ځينې کارونه وکړي نوکېداي شي، چې داړتيا په وخت کې ډېره ګټه ورته ورسوي لکه مجيب اومتين ته يي چې رسولي وه .

ناچاوده توکي او کډوال ماشومان دښارغږ
کډوال ماشومان او ناچاوده توکي
کانکور ازموينې ته چمتووالیدښارغږ
کانکور ازموينې ته چمتووالی
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ دښارغږ
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ
 په ليليه کې استوګنه دښار غږ
په ليليه کې استوګنه
انټرنټ کلب دښارغږ:
انټرنټ کلب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>