|
ښارغږ: غصب شوي کورونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دځينو ستنوشويو کډوالوکورونه دنوروله خوانيول شوي وي. نوځکه د ستونزو سره مخ اودحل لارې ورنه ورکې وي. دشبرغانوښاريواوسېدونکي عنايت وويل: " زه چې پېښورته کډه شوم نو دلته زما دکان بل چا په زور ونيو. اوس نه پوهېږم چې څرنګه يې بېرته واخلم" مدافع وکيل قاضي باصل څرګنده کړه: "په رښتيا هم د ځينو کډوالو ملکيتونه د نوروخلکو له خوا په زورنيول شوي دي. خودبېرته اخېستو لپاره يې له بيلابيلولارو لکه دمحکمې ، او يا دجرګوله لارې کار اخېستلای شي ". خو دکابل ښاراوسېدونکي ضياوويل: "زما ملکيت په زورنيول شوی نو مجبور يم چې دشخړوله لارې يې بېرته واخلم". قاضي واصل په دې اړه وويل: " شخړې د هوارۍ لارې نه دي. بلکې ستونزې لا ډېروي.آن مرګ ژوبله رامنڅ ته کوي. ښه به داوي چې دواړه خواوې سره کېني او په کډه دهوارۍ لارې ولټوي " د ننګرهاراوسيدونکي احمدشاه وويل:" کله چې کډوالۍ نه راغلم کورمې بل چانيولی و. بيا مې سپين ږيري ټول کړل اوپرته له لانجې مې بېرته واخېست." دمزارشريف اوسيدونکي غلام رسول څرګنده کړه:" کله چې راغلوزموږکورهم نيول شوی و.بيا مو پوليسوته عريضه وکړه وروسته له ډېروستونزو موبېرته واخېست " . خوځينې کډوال بيادخپلوملکيتودبېرته اخېستلولپاره دکډوالووزارت ته ورځي. ځکه داکار په هغوئ پورې اړه لري نه په امنيت پورې . دکډوالودحقوقي ستونزودهوارۍ لپاره نه يوازې دولتي بلکې ځينې غيردولتي ادارې هم کارکوي.
لکه د ان، ار، سي، دفتر. په دې اړه د کابل ښاراوسيدونکي حميدوويل: "پس له اتوکلو هېواد ته راغلو دلته مو درملتون بل چا په جعلي سند نيولی و . بيا د ان، ار، سي، دفتر ته ورغلم هغوزما ستونزه په ډېره ښه توګه هواره کړه" که دکډالوملکيتونه په زورنيول شوي وي نو د سند په لرلو يي بېرته اخېستلای شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||