BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:38 گرينويچ 2008 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښارغږ: کډوال اوکورجوړول

کډوال اوکورجوړول

په کابل کې دکډوالولپاره دعالي کميشنرۍ چاواکو وويل: " دحوت دمياشتې لۀ يوولسمې څخه تراوسه دلسو زرو افغان کډوالوستنېدنه موږ ثبت کړې اودا لړۍ روانه ده .

موږ له ټولوکډوالو سره دکور په جوړولوکې مرسته نه شو کولای. يوازې يې له ناتوانه کډوالو سره کوو" خويوشميرکډوال له دې نه ناخبره دي.

نقيب وويل: ” کډوالۍ نه راغلم ، په کنډواله کې اوسم ، نوولې ماسره مرسته نه کيږي . چې کورجوړکړم . دا مرستې نودچاه سره کوي؟ “

د يو،ان،اچ،سي،ار چارواکي عبدالله علي خېل وويل: " زموږ دفتر له بې سرپرستو ، کونډو او سپين ږيرو سره مرسته کوي چې دکورجوړولووس نه لري"

 موږ له ټولوکډوالو سره مرسته نه شو کولای يوزې له ناتوانو سره يې کوو.

په دې اړه دننګرهارولايت اوسيدونکي نادر اندېښنه څرګنده کړه: " ځېنې کسان به ددروغو ځان ناتوانه وښيي اومرستې به واخلي. خواصلي بې وسه به پاتې شي "

خو علي خېل وويل: ” موږ له پوره څيړنو وروسته مستحق د سيمې د خکلو او دکډالۍ سندپه مرسته چې ټولې خبرې پکې ليکل شوي ، پيژنو.

دکډوالۍپه هغه سند کې چې سپينې پاڼې لري ليکل شوي چې دکوم ځای دي ، څوتنه دي ؟ اوداسې نور ، دهماغه له مخې دسرپناه په جوړولوکې مرستې کيږي .

زموږ مسول کسان له کډوالو سره د مرستې لپاره دافغانستان هرې سيمې ته ځي" نبي وويل: " زه تېرکال راستون شوم اول يي سرطاق بيا دروازې اوکړکۍ او وروسته يي دستک راکړل .

مسول کسان هر وخت راتلل چې موږ دا شيان کار کړي که نه.اوبل دکډوالۍ سند مې په سمه توګه ساتلی و .

کډوال اوکورجوړول
دکډوالۍد هاغه سند له مخې چې سپينې پاڼې لري دسرپناه په جوړولوکې مرستې کيږي .

نوروکډوالوخپلې پاڼې نه وې ساتلې يا يې لاس په کې وهلی و، ناتوانه هم وو خومرسته ورسره ونه شوه . “ علي خېل وويل:

" څوک چې په سندکې لاس ووهي په هيڅ صورت ورسره مرسته نه شي کيدلای. او چې سندورک کړي هغه خوبيخي له مرستې محرومېږي ځکه چې کډوالي يي نه شو معلومولای "

په نشه يي توکو روږدي ځلميدښارغږ
په نشه يي توکو روږدي ځلمي
کورنی کار او د نرينوو ونډهدښارغږ
کورنی کار او د نرينوو ونډه
ناچاوده توکي او کډوال ماشومان دښارغږ
کډوال ماشومان او ناچاوده توکي
کانکور ازموينې ته چمتووالیدښارغږ
کانکور ازموينې ته چمتووالی
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ دښارغږ
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>