BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:10 گرينويچ 2008 ,12 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښار غږ: د پيسو زړېدل

د پيسو زړېدل
د پيسو دويم ځل چاپېدل ډېر لگښت غواړي او د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي
په پخوا وختو کې به انسانانو د اړتيا وړ شيان جنس په جنس بدلول. وروسته يې د کار د اسانۍ لپاره پيسې دود کړې اوس هر هيواد ځانگړې پيسې لري.

خو پيسې د وخت په تېرېدلو زړېږي ، اوهر هېواديې ددوهم ځل چاپ لپار ه کمېشن ورکوي. څرنګه چې په ښارونو کې پيسې ډېرې استعمالېږي، نو ژر او بې وخته زړېږي هم.

خو د کاغذي پيسو د ژر زړېدلو په هکله د مزار شريف اوسېدونکي مجيد وويل: " که نانوايي نه پيسې اخلو هغه په اوړو وي، د تېل خرڅوونکي په تېلو وي.

يو دوکاندار مې وليد چې پيسې يې په لمدې ترکارۍ واچولې، هغه خو شړېږي او شکېږي". د کابل ښار اوسېدونکى عيسىٰ الدين وويل:

 که خلک پيسې سمې وکاروي، نو ژر نه زړېږي. بيا به دستونزو سره مخ نه وي

"يوخود پيسو کاغذ اصل نه دى او بل ځينې کسان ور باندې د تلفون شمېرې يا نور څه ليکي او څوک پرې ماشومان آراموي" د افغانستان بانک دويم مرستيال محمد عيسىٰ طراب وويل:

د غټو نوټونو کاغذ ښه دی خو وړو ته مو هاغه وخت پيسې نۀ لرلې چې ښه کاغذ واخلو. په راتلونکې کې به دا ستونزه حل شي.

خو ځينې کسان له پيسو سره بېغوري کوي، نو دايې هم د زر زړېدلو يو علت دی. دويم ځل چاپېدل يې ډېر لگښت غواړي او د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.

دکابل اوسېدونکي فاضل وويل: "کله چې (١٠٠٠) يا (٥٠٠) افغانۍ ماتوم په بدل کې يې زړې او شکېدلې پيسې راکوي".

د پيسو زړېدل
که نانوايي نه پيسې اخلو هغه په اوړو وي، د تېل خرڅوونکي په تېلو وي.

خو فرحناز له پيسو سره بل ډول چلند کوي: "زه پيسې د پيسو په بکسک يا کتابچه کې ساتم چې زړې نشي". شريف ، د مزار شريف يوقصاب وويل:

"کله چې غوښه خرڅه کړم لاسونه په ټوټه پاکوم بيا پيسې اخلم چې غوړې نه شي، او بيا يې په پاک بکس کې ږدم".

د افغانستان بانک دويم مرستيال وويل: "که خلک پيسې سمې وکاروي، نو ژر نه زړېږي. بيا به خلک او دولت دستونزو سره مخ نه وي."

غصب شوي کورونهښارغږ
غصب شوي کورونه
کډوال اوکورجوړولښارغږ
کډوال اوکورجوړول
په نشه يي توکو روږدي ځلميدښارغږ
په نشه يي توکو روږدي ځلمي
کورنی کار او د نرينوو ونډهدښارغږ
کورنی کار او د نرينوو ونډه
ناچاوده توکي او کډوال ماشومان دښارغږ
کډوال ماشومان او ناچاوده توکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>