BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:53 گرينويچ 2008 ,23 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: کباړاوناچاوده توکي

کباړ او ناچاوده توکي

د (ا ټي سي) دفتر چې دماين پاکولو په برخه کې کار کوي وايي: "په افغانستان کې د تيرو دووکلونو په اوږدوکې دماين اوناچاوده توکودچاودنې له امله٩٠ پيښې رامنځته شوي.

په دغو پيښو کې له لويانو سره ځيني ماشومان هم مړه شوي او ځينو نورو هم د بدن غړي له لاسه ورکړي چې يو لامل يې د کباړو د ټولولو په وخت له چاودنې سره مخ کېدل دی.

د ننګرهار ولايت اوسيدونکی ابراهيم وايي: "ماکباړ ټولول چې چاودنه وشوه او په پايله کې زما لاس غوڅ شو." د ا ټي سي د دفتر ريس کفايت الله ابلاغ وايي:

"په افغانستان کې ډيرې جګړې تيرې شوي نو ځکه تر اوسه ناچاوده شيان پاتي دي.

خلک وسپنې د خرڅولو لپاره ټولوي خو خبر نه وي چې په هغو کې ناچاوده شيان هم وي او په لاس وروړلو سره چوي."

کباړي
د چاوديدلو شيانو د وسپنوټولول خطرناکه پيښې رامنڅ ته کولي شي.

د مزارشريف د ښاراوسيدونکی نقيب الله وايي:

"زه د کباړو کار کوم، يوه ورځ مې په کباړ کې ناچاوده مرمۍ وليده، هغه مې تر خاورو لاندی کړه چې څوک يي ونه ويني"

کفايت الله ابلاغ وايي: "دا کار ډيرخطرناک دی، کيدلی شي په همدې وخت کې وچوي، نو پايله يې مالومه خبرده چې مرګ ژوبله به وي."

حشمت الله چې کباړاخلي او خرڅوي وايي: "زه دوه درې څله له ناچاوده شيانوسره مخ شوي يم.

ډير احتياط کوم کله چې وسپنې اخلم ښې يې ګورم او هروخت چې خطرناک شی ووينم د ماين پاکي کارکوونکي خبروم."

کفايت الله ابلاغ زياتوي: "دا د ماين پاکانو کار دی چې ماينونه او ناچاوده توکي له مينځه يوسي او بل څوک دا حق نه لري چې دغو خطرناکه شيانو ته لاس ور وړي."

کفايت الله ابلاغ
د ماين پاکانو کار دی چې ماينونه او ناچاوده توکي له مينځه يوسي.

دکابل ښار اوسيدونکي غلام حسن وايي:

"زه يواځي په ښار کې دننه زړې وسپنې، ټيمان، د پيپسي بوتلونه... اخلم او هيڅکله د چاوديدونکو شيانو کباړ نه ټولوم."

کفايت الله ابلاغ يو ځل بيا وايي چې د دا ډول وسپنو ټولول خطر نه لري. خو د چاوديدلو شيانو د وسپنوټولول خطرناکه پيښې رامنڅ ته کولي شي."

کډوال اوکورجوړونهدښارغږ
کډوال اوکورجوړونه
له ښوونځيو د ماشومانو تېښتهد ښار غږ
له ښوونځيو د ماشومانو تېښته
بې کاره مسلکي کډوال د جومات مخې ته ناست دي.دښارغږ
بې کاره مسلکي کډوال
يوه معيوبه ښځهدښارغږ
معيوبه ښځې اوکار
د پيسو زړېدل ښار غږ
دپيسوزړېدل
غصب شوي کورونهښارغږ
غصب شوي کورونه
کډوال اوکورجوړولښارغږ
کډوال اوکورجوړول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>