 | | | په يوه سېمه کې نابلده موټرچلوونکي ډير ژر او آسانه تښتول کيږي |
د ځينو موټروانانو او د کابل د امنيه قومندانۍ د مسولينو په وينا يو شمېر موټر چلوونکي له خپلو موټرو سره تښتول کيږي چې په دوى کې يې ځينې لا تر اوسه هم ورک دي. خو نور يې له سختو وهلو ټکولو وروسته په داسې وخت کې خوشې شوي چې موټرونه يې ورنه اخيستي دی، په دې اړه د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ اوسيدونکي حشمت وايې: "ماښام په اوو بجو مې موټر ته سورلۍ را پورته کړې، دوی درې تنه وو، يوه ښځه او دوه نارينه، په پيل کې ښځه ناروغه ښکارېدله، خو وروسته پوه شوم چې د دروغو نخرې کوي. کله چې مو يو څه مزل وکړ، دوی ووهلم او موټريې رانه واخيست." ګل خان چې يوتجربه لرونکی موټروان دی وايي: "د شپې تر ناوخته د روغتونو مخې ته د سورليو د بېولو لپاره درېږم، يوه ورځ دوو نارينه وو له ما وغوښتل چې کور ته يې ورسوم، ما دوه سوه کرايه ورته وويله. هغو را ياده کړه چې درې سوه به درکړو، خو ژر به مو رسوې، ځکه موږ بيړه لرو، په لاره کې دوی په خپل منځ کې يو ډول اشارې او خبرې کولې، ما ته شک پيدا شو، وروسته يې وويل چې موږ بل ځای ته ورسوه، نو ځکه مې شک په يقين بدل شو.  | | | موټرچلونکې دې نابلده ځايوته نه ځي او دسپرلۍ له لاسه دې څه نه خوري. |
بيا په داسې ځاى کې چې هلته د خلکو گڼه گوڼه وه ودرېدلم او سړو ته مې وويل چې موټر خراب شو او نور نه شم تلی. په دې ډول مې هم ځان او هم موټر له غلو څخه وژغوره." په دې اړه په کابل کې دجنايي جرمونو سره د مقابلې رئيس علې شاه پکتياوال وايې: "ډيري وخت موټرچلونکو ته د سورليو لخوا خواړه ورکول شوي. په هغوکې يوډول مواد وي چې موټر چلوونکي بې هوښه کوي. بيا يي موټر په آسانه تښتوي . بله دا چې په يوه سېمه کې نابلده موټرچلوونکي ډير ژر او آسانه تښتول کيږي. نو موټرچلوونکې دې نابلده ځايوته نه ځي او دسپرلۍ له لاسه دې څه نه خوري." |