BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:05 گرينويچ 2008 ,16 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: د ښوونځي دوسايلوساتل

زده کوونکي او ټولګی

په دې وروستيو څو کلونو کې ډير ښونځي جوړ شوي او يا هم پخواني مکتبونه ترميم شويدي او نوي وسايل ورته چمتو شويدي.

يوشمير زده کوونکي بيا د ښوونځو له وسايلو لکه، ميز، څوکۍ او داسې نوروسره بې غوري کوي. دکابل په ښارکې د يوه ښوونځي ښوونکي فتاح وايي:

"د کال په پيل کې يې زموږ ښوونځي ته په پوره اندازه ميز او څوکۍ راوړې وې، خو اوس يې ډيرې ماتي شوې او د استفادې وړ نه دي."

خو که ميزونه او چوکۍ نه وې، زده کونکو ته به کومې ستونزې پيدا شي؟ په دې اړه د دريم ټولګې يو زده کوونکی تميم وايي:

"زه له ټاکلی وخت نه مخکې ښوونځي ته راځم چې د ناستې لپاره څوکۍ ونيسم. موږ څو تنه په يوه څوکۍ کينو او ډيري ستونزې لرو."

د اووم ټولګې زده کوونکی بلال بيا وايي: "زموږ د ښوونځي اڼګړسپيره دی، کړکۍ اودروازې يې ماتې دې،

دا شيان په خپله زده کوونکو مات کړي او اوس يې زيان بېرته دوی ته رسيږي." د غلام حيدرخان د ښوونځي يو زده کوونکي رحمت الله وايي:

زده کوونکي او ښوونحی
پخوا زده کوونکو به د ښوونځي وسايل ماتول خو اوس دا ستونزه نه لرو.

"موږ د ښوونځي د مدير او ښوونکو په مرسته د کال په پيل کې د ګلانو او چمن تخمونه واخيستل او اوس مو د ښونځی انګړ تک شين دی."

د مخفي بدخشي دښوونځي ښوونکې فوزيه وايي:

"پخوا زموږ په ښوونځي کې دا ستونزه وه چې زده کوونکو به د ښوونځي وسايل ماتول. خو اوس دا ستونزه نه لرو.

په خپله د زده کوونکو له ډلې څخه مو يو څو تنه انضباطان وټاکل، هغوی له خپلو درسونو سره د ښوونځي د وسايلو د ساتنې په برخه کې هم کارکوي او نه پريږدي چې څوک کوم څه مات کړي."
.

د چاريکارو د ښار يوه اوسيدونکې رحيمه چې يوه مورده وايي: "ما خپل اولادونه پوهولی چې د ښوونځي وسايل مات نه کړي،

ځکه بيا دوی خپله له ستونزوسره مخ کيږي، که نن دښوونځي وسايل مات کړي سبا دکوروسايل ماتوي او بله ورځ هېوادته زيان رسوي."

ټيکسيد ښارغږ
دموټرچلوونکو تښتول
ماشومان اوشاقه کارونه دښارغږ
ماشومان اودرانه کارونه
ماين چې په يو کور کې ښخ شوی د ښار غږ
وران کورونه او ماين
کباړد ښارغږ
کباړاوناچاوده توکي
کډوال اوکورجوړونهدښارغږ
کډوال اوکورجوړونه
له ښوونځيو د ماشومانو تېښتهد ښار غږ
له ښوونځيو د ماشومانو تېښته
بې کاره مسلکي کډوال د جومات مخې ته ناست دي.دښارغږ
بې کاره مسلکي کډوال
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>