BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:52 گرينويچ 2008 ,02 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: له چاودنې وروسته د کباړو ټولول

معيوبين
ځينې کباړ غونډوونکي د يو څو روپيو لپاره له مرګ او ژوبلې سره مخ کيږي.
په کابل کې د (يو، ان، ما، کا) يا ماين پاکۍ د دفتر په وينا په دې ورستيوکې ډيرځله ليدل شوي چې خلک له هغو ځايونو اوسپنې ټولوي چې هلته ماين پاکانو ناچاوده شيان چوولي وي.

په دې اړه د ماين پاکۍ د دفتر يو کارکوونکی صديق راشدوايي:

"خلک دا ډو ل اوسپنې ټولوي، موږ هڅه کووچې هغوي منع کړو، خو دوی داسې وخت اوسپنې ټولوي چې ماين پاکان په سيمه کې نه وي."

په دې اړه د کور يوه ميرمن نجيبه وايي: "د يوې غونډۍ په خوا کې ماين پاکانو ماينونه چوولي وو، زما خاوند له هغه ځايه پاتې شوې اوسپنې کورته راوړې.

ماحويلۍجاروکوله، اوسپنې مې له يوه ځای نه بل ځای ته وړلې چې په هغوی کې کوم شی وچاوديد او زه معيوبه شوم."

ولې ځيني خلک له داسې خطرناکه ځايونو څخه اوسپنې ټولوي؟

نجيبه د دې علت فقر بولي او وايي چې د دې خاوند هم دا کار د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو لپاره کاوه، اخر د همدغو اوسپنو له لاسه دا معيوبه شوه.

د بګرام د ولسوالۍ يو اوسيدونکی ميراعظم وايې: "تېرکال مې له خپلو ملګرو سره د خرڅلاو لپاره همدا اوسپنې راوړلې.

کوم څه ناچاودې پاتې و. زموږ په ورتګ سره وچاوديد چې زه او دوه ملګري مې ټپي شوو. اوس پوهېدلی يم چې د دې کار تر ګټې زيان ډېردی.

ماين پاک
خلک له هغو ځايونو اوسپنې ټولوي چې هلته ماين پاکانو ناچاوده شيان چوولي وي.

ما دا ډول ډيرې پيښې ليدلې دي چې خلک د همدغو اوسپنو د ټولولو په وخت ټپي او يا هم مړه شويدي.

اوس د دوی د کورنی غړي ډيرې ستونزې لري، داسي څوک نه شته چې دوی ته ډوډۍ پيدا کړي او غمه يې وخوري،

که دوی کوم بل کار کولی، شايد له مرګ ژوبلې سره نه وای مخامخ او کورنيو به يې دومره ستونزې نه ګاللی."

دکابل دده سبزاوسيدونکی مجيب وايي: "ما پخوا دکباړوکارکاوه، په هغو کې کوم ناچاودی شي وچاوديد او زه ټپی شوم. اوس مې هغه کارپريښی دی."

معيوبه زده کوونکید ښار غږ
معيوبه ماشومان او زده کړه
زده کوونکې په ټولګي کې دښارغږ
د ښوونځي دوسايلوساتل
ټيکسيد ښارغږ
دموټرچلوونکو تښتول
ماين چې په يو کور کې ښخ شوی د ښار غږ
وران کورونه او ماين
ماشومان اوشاقه کارونه دښارغږ
ماشومان اودرانه کارونه
کباړد ښارغږ
کباړاوناچاوده توکي
کډوال اوکورجوړونهدښارغږ
کډوال اوکورجوړونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>