 | | | خلک بايد له معيوبو ماشومانوسره د څورولو په ځای مرسته وکړي. |
ځيني افغانان دجګړو، ترافيکي پيښواو داسې نورو عواملو له کبله معيوبه شويدي چې په دوی کې ماشومان هم شامل دی. ځينې ماشومان له معيوبيت څخه وروسته له زده کړو لرې پاتې شوي. دا کاربيلابيل عوامل لري، خو يو اساسي علت يي د نوروماشو مانولخوا د هغوی ځورول دي. ځکه نو نه غواړي چې زده کړې وکړي او له کور څخه بهرووځي. دا ډول ماشومان تل په دې فکر کې وي چې هيڅ هم نه شي کولي. لطف الله چې ديارلس کلن دی وايي: "کله چې ښوونځي ته ځم په لاره کې نور ماشومان ګوډ راته وايي، د همدې لپاره زده کړه نه کوم." ارواپو محمدظاهرشمس وايي: "خلک بايد له داسې ماشومانوسره د ځورولو په ځای مرسته وکړي. هغوی ته بدرد ونه وايي، ځکه که دوی زده کړه ونه کړي، په راتلوونکي کې به له ډيروستونزوسره مخ شي."  | | | په معيوبو ماشومانو د کورنۍ بې ځايه مهرباني د هغوی راتلونکی تباه کولای شي. |
اکرام چې يومعيوبه دی وايي: "کله چې ماشوم وم د زده کړې په ارزښت نه پوهېدم، له بلې خوا ښوونځي ته د تلو په وخت نوروماشومانوځورولم. کورنۍ مې هم بې ځايه مهرباني راباندې وکړه، د دې لپاره چې څوک مې ونه ځوروي، له ښوونځي نه يي ويستم او اوس په ژوند کې ډيرې ستونزې لرم." کورنۍ له معيوبه ماشومانوسره څه مرسته کولی شي؟ اشرف په دې اړه وايي: "مور مې راسره ډيره خواري ويسته، خپله يې ښوونځي ته بيولم، اوس د زده کړي له برکته په يوه روغتون کې کارکوم، خپلې او د کورنې اقتصادي ستونزې په ښه توګه هوارولی شم." |