يوشميرخلک داخترد ورځود لمانځلو لپاره تر خپله وسه ډيرلګښت کوي او ان ځينې يې نوي دودونه او رواجونه هم رامنځته کوي.د بيلګې په توګه. د کابل يو اوسيدونکی محمدصابر مبارز وايي: "موږ په اخترونو کې ښه ډيره وچه او تازه ميوه اخلواو ورسره ان دکورفرش، پردې، لوښي او داسې نور ضروري شيان هم نوي کوو." دکابل ښاراوسيدونکی نثاراحمدوايي: "د کابل منډيي ته د سودا د اخيستلولپاره راغلي يم، ډېره ګراني ده. زه او زما په څير ډير نور بيوزله خلک يي داخيستلوتوان نه لرو ځکه نو داخترپه ورځوکې د دې لپاره چيرته نه ځم چې نورخلک زموږ کورته را نه شي." خو يو بل ځوان صبور بيا وايي: " زه په اخترکې د ډيرلګښت په ځای له خپلو بې وسه دوستانو او خپلوانوسره مرسته کوم، ځکه ډير او بيځايه مصرفونه داسلام د دين له نظره هم ښه نه دي او هغه کسان چې اصراف کوي دوی يې دشيطان وروڼه ګڼلي دي." دلغمان ولايت اوسيدونکی ميرعلم وايي: " زه داخترلپاره دومره خوراکي شيان اخلم چې په وس او توان مې پوره وي،  | | | د اختر په ورځو کې بايد تر خپله وسه لګښت وشي. |
پوهيږم چې له نورو شتمنو خلکو سره سيالي کول، خپل ځان پوروړی کول دي. دکابل ښاريو بل اوسيدونکی تميم بيا وايي: "موږ تېرکال په اخترکې يوازې دوه ډوله تازه ميوه واخيستله چې مڼې او کيلې وې. خپلوان او دوستان به چې راتلل، ډيرپه خونداومينه به يي خوړل، ويل به يي چې په راتلونکي اخترکې موږهم د وچې ميوې په ځای تازه ميوه اخلو، ځکه دا کار اقتصادي دي. موږ شتمن يو، کولای شو چې د اختر لپاره هرڅه واخلو، خو موږ په لوی لاس ډير مصرف ونه کړ، دا په دې خاطر چې له نورو دوستانو او خپلوانو سره يو رنګه اختر ولمانځو او څوک د کمی احساس ونه کړي." |