BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:17 گرينويچ 2008 ,14 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: غوره غالۍ

غالۍ

سږکال د باميانو غالۍ په يوه نړواله سيالۍ کې چې د ١٤٨هېوادو ترمنڅ شوې وه. لومړی مقام وګاټه.

په افغانستان کې دغاليو دسوداګرو د اتحاديې د کارکوونکوپه وينا،

هر کال په دې هېواد کې تر دوو ميليونو مترو مکعبو پورې غالۍ اوبدل کيږي او د سوداګرو له خوا بهرنيو هېوادونو ته وړل کيږي.

دنړۍ والې سوداګرۍ ريس محمدعظيم وردګ وايي:

"که زيار وباسو، کولی شو د افغانستان ټولې غالۍ د باميانو د غالۍ په څير ښې او باکيفيته جوړې کړو.

"حاجي نبي چې د باميانودا غالۍيې ډيزاين کړی وايي:

غوره غالۍ
 د باميانو غالۍ ډېره ساده او په ٢٥ ورځو کې اوبدل شوې وه.

"د لومړي مقام ګټونکې غالۍ ډيره ساده ډيزاين شوې وه، خو کمال يې په دې کې و چې له اوسنيو غوښتنو او بازار سره سم اوبدل شوې وه.

د غالۍ په جوړولو کې مو له څلورو رنګونو څخه کار واخيست، وړۍ يې د غزني د ولايت وې چې ډيرې مشهورې دي.

دا د يو ډول شسونو وړۍ دي چې د غلجي پسونو په نوم سره ياديږي."د باميانو د ولايت يو بل اوسيدونکی اسدالله وايې:

"دلومړی مقام درلودونکې غالۍ په ٢٥ ورځوکې اوبدل شوېده، په دې غالۍ ډير زيار ايستل شوی او په پای کې موږ د خپل زحمت نتيجه وليده."

محمدعظيم وردګ زياتوي:"داچې دافغانستان غالۍ لومړی مقام وګاټه، دا به په راتلونکي کې د غاليو دسوداګرۍ په صنعت ډيره ښه اغيزه وکړي."

دکابل ښاراوسيدونکی غلام سرور وايي:"پنځلس کاله کيږي چې غالۍ اوبم،

د خپلې تجربې له مخې دومره ويلی شم چې د غاليو په اوبدلو کې ښه مواد، طبيعي رنګونه او په نويو نقشو د غاليو اوبدل، ګټور دي."

غوره غالۍ
که زيار وباسو د افغانستان هره غالۍ جايزه ترلاسه کولای شي.

دباميانود ولايت اوسيدونکې نجيب بيا وايي:

"دغاليو په سوداګرۍ کې د اتحاديو جوړول ډيرګټورکاروي.

موږ اوس يوه اتحاديه لرو او دا اتحاديه بهر ته زموږ د غاليو په صادرولو کې مهم رول لري."

يوه نجلۍ چې جامې ميځيدښارغږ
نجونې او دکورکار
مرمۍدښارغږ
له چاودنې وروسته د کباړو ټولول
معيوبه زده کوونکید ښار غږ
معيوبه ماشومان او زده کړه
زده کوونکې په ټولګي کې دښارغږ
د ښوونځي دوسايلوساتل
ټيکسيد ښارغږ
دموټرچلوونکو تښتول
ماشومان اوشاقه کارونه دښارغږ
ماشومان اودرانه کارونه
ماين چې په يو کور کې ښخ شوی د ښار غږ
وران کورونه او ماين
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>