 | | | په افغانستان کې ځينې ښځې له کوره نه شي وتلای، خو ځينې ډاکټرې يا استادې وي. |
په افغانستان کې هم ځينې ميرمنې د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزود کمولولپاره کارکوي او خپل ژوندپرمخ بيايي، په کليوکې مېرمنې دنارينه وو ترڅنګ دکرهنې او مالدارۍ په برخه کې مصروفې دي او په ښارونو کې بيا ښځې په دفترونو کې په کارونو بوختې وي. دبيلګې په توګه يا ښوونکې وي يا ډاکترې، مامورې او يا دې ته ورته په نوروکارونو کې ونډه اخلي او د کورنيو د لګښتونو يوه برخه پوره کوي. ځينې ښځې بيا د بيلابيلو علتونو له امله نه شي کولای چې د باندې کار وکړي، د بيلګې په توګه يوه ميرمن وايي: "موږ په کورکې لس تنه يو، يوازې خاوندمې کارکوي، نوځکه له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ يو، زه پخپله باسواده يم، کار کولای شم، خو زما کورنۍ له کور څخه بهر د کارکولو مخالفه ده." په ښارونو کې دکليو په پرتله لګښتونه ډيروي. بريښنا (برق)، اوبه، دکورکرايه، د ماشومانو د کورسونو فيص او نورې هغه خبرې دې چې پيسوته اړتيا لري. دکابل ښاراوسيدونکې مسعوده وايي: "زه د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولولپاره د کور د کار ترڅنګ له کور څخه بهرهم کارکوم.  | | | ځينې مېرمنې سره له دې چې په دفترونو کې کار کوي، د کور کار هم پرمخ بيايي. |
کله چې زه او خاوندمې له دفتر څخه راشو، له ماشومانوسره د هغوی په درسونو کې مرسته کوو. دکور ډير کارونه دجمعې په ورځوکې ترسره کوو او دورځې لخوا مو ماشومان د هغوی له انا سره وي." ټول خلک داسې کسان نه لري چې د دوی ماشومان ورته وساتي؟ ميرمن شمسيه په دې اړه وايي: "زه چې کله دفترته ځم ماشومانو ته مې د ضرورت وړشيان برابروم، په کوټو کې داسې شي نه پريږدم چې هغوی ځان پرې ژوبل کړي. |