BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:53 گرينويچ 2008 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: د ماشومانواختطاف

تښتول شوې ماشومه

اختطاف يا د ماشومانو تښتونه يوه بله امنيتي ستونزه ده چې ځينې خلک ورسره مخ شويدي او دا ستونزه د نړۍ په ډيروهېوادونوکې شته.

اختطاف د بيلابيلومقصدونو لپاره ترسره کيږي چې يو مهم علت يې د پيسو لاسته راوړل دي.

د کابل ښار يوه اوسيدونکې شريفه وايي: "څه موده وړاندې زمازوی اختطاف شو، چې له ډير وستونزو اوخوابديو وروسته مو پيدا کړ."

خود دې ستونزې د حل لپاره څه کولی شو؟ د کابل ښاريو اوسيدونکی مجتبی وايي: "موږ د ماشومانو د تښتونې په اړه بيلابيلې خبرې اوريدلی،

ماشومانو ته مو ويلي چې که څوک نه پيژنی له هغوی سره مه ځی او که چيرې دوی په زور چاه بيولی، غالمغال وکړئ چې خلک خبرشي او ومو ژغوري."

د افغانستان د کورنيوچارو د وزارت يو کارکوونکی سادات وايي: "کله چې کورنۍ هره ورڅ خپل ماشومان ښوونځيو ته ليږي،

دا دې ورته ووايي چې د ښوونځی له لارې بلې خوا ته لاړ نه شي او که چاه په موټر کې پورته کول نه دې ورسره ځي."

يواځې ماشومه
که کورنۍ خپل ماشومان تل يواځې پرېږدي، نو د تښتولو امکان يې زيات وي.

خو په دې اړه د خلکو مسوليت څه دی؟ د کابل ښاريو اوسيدونکی شفيق وايي:

"څه موده مخکې په سودا پسې له کوره بهر ووتلم، داسې څوک مې وليد چې يو ماشوم يي تښتاوه، په لوړ غږ مې د نورو خلکو پام راواړوه،

هماغه و چې اختطاف کوونکی وتښتېد او ماشوم يي پريښوده."

سادات وايي: "دا د هرچا انساني دنده ده چې که داسې څوک وينې نو بايد ماشومان وژغوري او پوليسو ته خبر ورکړي."

کارمنده ميرمندښارغږ
کارمنده ميرمن
نغدې پيسېدښارغږ
معيوبه ښځې او کوچنۍ قرضه
وچه مېوهدښارغږ
د اختر لګښتونه
غوره غالۍدښارغږ
غوره غالۍ
يوه نجلۍ چې جامې ميځيدښارغږ
نجونې او دکورکار
مرمۍدښارغږ
له چاودنې وروسته د کباړو ټولول
معيوبه زده کوونکید ښار غږ
معيوبه ماشومان او زده کړه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>