دافغانستان په ډيرو ښارونو کې خلک له کثافاتواو ناپاکۍ څخه شکايت لري. که څه هم د ښارونو پاکول د ښاروالۍ کاردی، خوبيا هم که خلک په خپله خپلې سيمې پاکې کړې، دښار په پاکولوکې به يې لويه ونډه اخيستې وي. له بلې خوا افغانان يو بل دود هم لري چې اشر ورته وايي او په هيواد کې له پخوا راهيسي دوددی. دکابل ښار يو اوسيدونکی اميرمحمدوايي: "ما څه موده مخکې داشرپه کارکې ونډه واخيستله او د کابل سيند او د ښار ځينې نورې برخې مو له نورو ښاريانو سره يوځای له کثافاتو پاک کړ. په دې اشرکې لږو ښاريانو برخه اخيستې وه خوبياهم د ښار ځينې برخې پاکې شوې." د ښار له پاکولو وروسته د کومو ټکو په پام کې نيول ضروري دي؟ دکابل ښاريوبل اوسيدونکی ناظروايي:"زه دکابل دسيندپرغاړه سوداخرڅوم، دا سمه ده چې سيند او د سيند څلور خواوي له کثافاتو پاکې شوې، خو سيند لنډه موده وروسته بيرته د پخوا په څير له پلاستيکونو او نورو چټليو ډک شو او اشر هيڅ ګټه ونه کړه."  | | | د ښار پاکول نه يوازې د ښارولی مسووليت دی بلکې دهر وګړي مسووليت دی. |
يو بل ښاري اوسيدونکی اميرمحمدوايي: "که خلک کثافات په سم اومناسب ځای او کثافات دانيو کې واچوي، ښارونه به تل پاک وي." خو ځينې خلک په دې سره سلا شويدي چې په ګډه خپلې کوڅې پاکې کړي، عنايت الله وايي: "اختر را نږدې وو، د کوڅې ټولو خلکو په ګډه اشر وکړ، کوڅه پاکه شوه، دا کار له يوې خوا زموږ د روغتيا لپاره ښه و او له بل لوري چې به هرڅوک د اختر مبارکی ته راتلل د کوڅې خلکو ته به يې افرين ورکاوه." |