BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:58 گرينويچ 2008 ,20 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ : غم که مېلمستيا

دفاتحې مراسم اولګښتونه

لکه څنګه چې د افغانستان په ځينو سيمو کې خلک د خوښۍ په مراسمو کې درانه لګښتونه کوي، همداشان دغم په مراسموکې هم صرفه جويي نه کوي.

دې کاربېوزله خلک هم اړ کړي چې دغه تاوان ته اوږه ورکړي . د کابل ښار يوه اوسېدونکې مېرمن نجلا په دې باب وايي :

” کله چې زما اکا مړ شو په لومړۍ ورځ مو د ډېر غم له امله د مېلمنو عزت ته پام نه و، ځينو خلکو پېغور راکړ چې د مېلمنو عزت مو و نه کړای شو."

د فراه ولايت يو اوسېدونکی شريف ددې ستونزې د اوارۍ په باب وايي :

” زموږ په سيمه کې چې څوک مړ شي خپلوان، کليوال او ګاونډيان يې فاتحې ته راځي خو د ډوډۍ پر مهمال بيرته خپلو کورونو ته ځي ."

د کابل پوهنتون دشرعياتو د پوهنځي استاد صمد کرامت وايي : ” د اسلام له نظره د مړي په کور کې تر دريو ورځو پورې خوراک، څښاک حرام دی “.

ځينو خلکو دغه ټکي ته پام کړی دی .د بدخشان ولايت دفيض آباد اوسېدونکی حسيب الله وايي : ” زموږ په سيمه کې څوک د مړي د کور ډوډۍ نه خوري.

دفاتحې مراسم او لګښتونه
داسلام له نظره د مړي په کور کې تر دريو ورځو پورې خوراک، څښاک ،حرام دی .

هغه خلک چې له ليرو سيمو راغلي وي، ګاونډيان او خپلوان د خپل وس او توان په اندازه ډوډۍ ورکوي“ .

د غزني ولايت يو اوسېدونکی تاج محمد بيا د يوې بلې تجربې يادونه کوي :

” زموږ د سيمې مشرانو پرېکړه کړې ، هغه څوک چې د فاتحې په مراسمو کې درانه لګښتونه کوي بايد ناغه شي ."

د کسب ټاکلدښارغږ
دکسب ټاکل
لرګيدښارغږ
ژمی او دسوخت مواد
مېله ځایدښارغږ
دمېله ځايونو نظافت
يو تن پوليس د کثافاتو سوځولو پر مهالدښارغږ
پاک ښار او روغ خلک
کوچني پورونهدښارغږ
کوچني پورونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>