په ښارونو کې ډېری خلک له دوکانونو خپلې ورځنی اړتياوې پوره کوي او ځينې کسا ن اړ دې چې له يوشمير دوکاندارانو سودا په پور يوسي. ډيری دوکانداران لږه سرمايه لري او که يې پور په وخت ادا نه شي نو له ستونزو سره مخ کيږي. د هرات ښار يو دوکاندار محمد رحيم وايي: " کله چې ما دکانداري شروع کړه ، ٧٠٠٠٠٠ افغانۍ مې درلودې، خو خلکو په پور سودا وړله، پيسې يې بيرته نه راکولې اوس ٣٠٠٠٠٠ افغانۍ راته پاتې دي." د اسلام په مقدس دين کې هم پور ورکول په ښو ياد شوي. د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد عبدالصمد کرامت وايي: "د اسلام په سپيڅلي دين کې د حسنه پور يادونه شوې ده. پور ورکول ثواب لري ، خو يايد په خپل وخت ادا شي او دواړه لوري صادق و اوسي. " د کابل ښار يو دوکاندار امر سنګ د پور په اړه وايي: " زه يوه کتابچه لرم، کله چې چا ته پور ورکوم، د هغه نوم، پته او د پور ورکولو نېټه ليکم."  | | | پور ورکول ثواب لري ، خو يايد په خپل وخت ادا شي او دواړه لوري صادق و اوسي. " |
له مشتريانو هم هيله کوم چې دوی هم ياداشت واخلي، په دې توګه له ډيرو ستونزو خوندي پاتې کيدای شو. " دکابل ښار يوبل دکاندار محمد آغا وايي: " زه هغو کسانو ته پور سودا ورکوم چې پخوانی پور يې په خپل وخت ادا کړی وي." د عايد ا او لګښت لپاره د منظم پلان ددرلودلو له مخې کولای شوپورته ډېر اړنه شواو ددکاندارانوسره خپل اعتبارخوندي وساتو. |