BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:04 گرينويچ 2009 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښار غږ: ماين او واورې

واورې اوماين

د تېرکال په اوږدوکې په ټول افغانستان کې دماين او ناچاودو توکو ٧٠٠ پېښې را منځته شوې دي.

په کابل کی ديو ان ماکاددفترکارمندان وايي چې په څو وروستيوکلونوکی دداسې پېښو ګراف له ٣٠٠ نه ٥٠ ته راټېټ شوی دی.

خودتېر کال په پېښوکې يو شمېر يې په ژمي کې په واورو دماين د نښودپټېدلوله امله را منځته شوې دي.

دلويولارو په اوږدوکې دماينونوشته والي زموږ يوزيات شمېر هېوادوال معيوب يا ټپيان کړي دي.دکابل ښاريواوسېدونکی بشير وايي:

"دکابل - ميدان دلويې لارې په اوږدکې واورې پرتې وې، له سرک نه کښته شوم ماين راباندې وچاودېداوپه يوه پښه معيوب شوم."

دکابل دماين پاکۍ ديوه دفتر کارکوونکی وايي: " داډول پېښې دواورو له کبله دماين دنښودپټېدو او له اصلي مسيرنه دخلکودانحراف له امله کيږي.

دداشان پېښو دمخنيوي په اړه نوموړی وايي: "دکلي خلک او موټرچلوونکي کولای شي خلک له داسې احتمالي خطرونو وژغوري.

واورې اوماين
دلويولارو په اوږدوکې دماينونوشته والي زموږ زيات شمېر هېوادوال معيوب يا ټپيان کړي دي.

دماين دخطرد لوړو لوحو اوغټوتيږو په نښه کول او درول په داسې حالاتوکې له خلکو سره ډېره مرسته کولاي شي."

دغورولايت يو اوسيدونکی عبداللطيف وايي:" موږ ته دماين سيمې مالومې دي ، که کوم نابلده څوک هغې سيمې ته ځي موږ يې دماين له خطره خبروو. "

کوڅې اوکثافاتښار غږ
کوڅې او کثافات
په پورسوداد ښار غږ
په پور سودا
ميرمنې او د کورلګښتونهد ښار غږ
ميرمنې او د کور لګښتونه
نوي کورونهژونداو زده کړه
دنوىوکورونو ودانول
 غم که مېلمستياد ښار غږ
غم که مېلمستيا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>