د کابل ښاروالی د تنظيف د رياست مسوولين وايي له دې ښار څخه هره ورځ تر ٣٥٠ لار يو پورې کثافات له ښاره بهر په ټاکل شويو ځايونو کې اچوي. له دې سره هم د کابل او ځينو نورو لويو ښارونو لارې او کوڅې له کثافاتو ډکې دي او خلکو ته يې ځينې ستونزې پيدا کړې دي. د کابل ښار يو دوکاندار محمد نظيروايي : " که څه هم په هره کوڅه کې د کثافاتو لپاره بير لونه شته، خو خلک يې دبيرل په ځای لارواو کوڅوکې اچوي. هلته بياله يوې خواسپي دهډوکولټولوته راځي اوله بلې خوا شمال داکثافات هر لوري ته لېږدوي چې خلکوته راز راز ستونزې او ناروغي پيداکوي." د پروان ولايت د چاريکارو د ښار يوه اوسيدونکې قدسيه وايي: " زموږ ګاونډی د خپل کور کثافات ماشومانو ته ورکوي . ماشومان دا خاورې او خځلې زموږ د کور مخې ته اچوي ، له دې امله زموږ تر منځ شخړه پيدا شوه. " خو ډيری ستونزې د حل لاره هم لري، د کابل ښار يو اوسيدونکی احمد وسيم وايي:  | | | که دچاپېريال پاکوالي ته پاملرنه وکړو، له ډېرو ناروغيواوستونزو به خوندي وو. |
" موږ د صفايۍ لپاره د مياشتې يو يا دوه ځله د کوڅې ځوانان سره را ټوليږو او د اشر په بڼه خپله کوڅه پاکوو." د کابل ښار يو اوسيدونکی ذبيح الله بيا وايي: "کله چې د سهار لخوا وظيفې ته ځم، د کور کثافات د ښاروالی له خوا په ټاکل شويو ځايونو کې اچوم." د کابل ښار يو بل اوسيدونکی احمد شفيق وايي: " موږ د خپلې کوڅې د پاکوالي لپاره يو نفر نيولی چې د هر کور پر سر د مياشتې شل افغانی ورکوو." |