 | | | د هواد ککړتيا يوعلت ،د زړو موټرو ګرځيدل ، خراب تيل او د موټرو تخنيکي ستونزې دي |
په ښارونو کې د نقليه و سايطو شمير مخ په ډېرېدودی چې يواځې د کابل په ښار کې هره ورځ نږدې ٦٠٠ زره موټر تګ راتګ کوي. له بل لوري کوچنۍ کارخانې، د خښتو بټۍ ، خامه سړکونه او داسې نور هم د هوا د ککړ تيا لاملونه ګڼلی شو. د کابل د هوا پيژندنې د مرکزونو په وينا ددې ښارد هوادککړتيا ستر عامل د موټرو زياتوالی دی. ډاکټران وايي چې ډيری ناروغۍ له ککړې هوا اولوګي څخه پيدا کيږي. فرشته ،د کابل ښار يوه او سيدونکې، وايي: "کله چې په ښار کې ګرځم، سترګې مې سرې اوړي او درد پيداکوي. " عبدالله ، ددې ښار يو بل اوسيدونکی وايي:  |  کارخانې، د خښتو بټۍ او خامه سړکونه هم د هوا د ککړ تيا لاملونه دي.  |
"تل سردرد اوزکام يم،ډاکتر وويل چې د ککړې هوا سره حساسيت لرم." سمو نوال غلام جيلاني، دکابل د ترافيکو د مديريت يو کارکونکی، وايي: " د هوا د ککړتيا يو لوی علت په ښار کې د زړو موټرو ګرځيدل ، خراب تيل او د موټرو تخنيکي ستونزې دي چې تر اوسه موداسې نږدې سل موټره درولي دي." داچې ولې ځينې خلک دموټرو ستونزو ته پام نه کوي، د کابل او سېدو نکی، احمد ضيا وايي: " موټرمې اجاره نيولی،ترميم يې د موټر مالک کار دی." |