BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:49 گرينويچ 2009 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: په لارو او کوڅوکې ساختماني مواد

ساختماني مواد

زموږيوشمېرښاريان دکورونودتخريب اوياودانولوپه مهال ساختماني مواد په لارو او کو څوکې اچوي چې دې کارخلکو ته يولړستونزې پيدا کړي دی.

د کابل ښار د ده بوري اوسېدونکې وحيدالله وايې : "دا کار له يوې خوا کوڅې خټې کوي او له بله پلوه دوړې هم رامنځته کوي."

داچې ددې ښار زياتره کوڅې خامه او تنګې دي ، دساختماني موادو اچول پکې نورې کومې ستونزې زېږوي؟دکمپنۍ اوسېدونکی، حامدصديقي وايي:

"زموږ په سيمه کې خلکو دومره اضافي ساختماني مواد په کوڅه کې اچولي چې په بارانو نو کې سړی اړکيږي موزې په پښو اوله هغه ځايه تېر شي."

داچې ځينې خلک ولې داکار کوي،پدې اړه دکابل دخير خانې دکلای نجارانو او سېد و نکی، حميدالله وايي :

"انګړمو ډېرکوچنی دی،ځکه مو ساختماني مواد په کوڅه اچولي دي. " خو په ډېری نورو هېوادونو کې دې کار ته دحل لارې شته دی.

ساختماني مواد
دومره اندازه ساختماني موادبايد راوړل شي چې لارې کوڅې بندې نه کړي

عبدالسلام چې په دوبۍ کې يې په يوه ساختماني شرکت کې کارکړی ، وايي:

"هلته دساختماني موادو لپاره ځانګړي ځايونه جوړشوي، که چېرې څوک له دې کار نه سرغړونه وکړي، دښاروالۍ لخوا جرېمه کيږي."

زموږ په هېوادکې کيدای شي دساختماني ماشين آلاتونه دموادو دلېږد لپاره کار وا خلو او يا هم دومره مواد راوړو چې په انګړکې ځای شي.

دماشومانولوبېښار غږ
ماشومان او لوبې
دښوونځی زده کوونکيد ښار غږ
نوي زده کوونکي
دبرېښناخطرښار غږ
دبرقي وسايلو خطر
دهوا ککړتياښار غږ
د هوا ککړتيا
دګاز خطرونهد ښارغږ
دګازخطرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>