لوبې او ساعت تيري د ماشوم لپاره يو ه اړتيا ده، ذهنيت ته يې وده ورکوي او دې ته يې چمتو کوي چې له فکري اړخه پياوړی شي. لوبې د ماشومانو په سن پوري اړه لري، هر ماشوم د عمر په مختلفو پړاوونو کې بيلابيلو لوبو ته اړتيا لري. تر اوه کلنۍ پورې د نجونو او هلکانو ډيری لوبې سره ګډې وي، خو وروسته تر هغې بېلېږي . ارواپوهان وايي چې لوبې د ماشوم پنځه ګوني حواس پياوړي کوی ، خوښي وربخښې اوهغه ماشومان چې د لوبو زمينه ورته مساعده وي تازه ښکاري. خو ځيني کورنۍ خپل ماشومان لوبو ته نه پريږدي.د کابل ښار يو اوسيدونکی، فضل وايي: " زوی به مې کله چې له مکتب نه راغی کوڅې ته به ووت او له ناپېژندويه ماشومانوسره به يې لوبې کولې ، اوس يې لوبو ته نه پريږدم."  | | | لوبې د ماشوم پنځه ګوني حواس پياوړي کوی او خوښي وربخښې |
د سجيې په نوم يوه ميرمن وايي: " لوبې د ماشوم حق دی، خو په دې شرط چې هغوی ته د لوبووړ ملګرې او مناسبه زمينه برابره شي او درس هم ووايي. زوی مې د ويديو ګيم شوقي دی، خپل زيات وخت به يې په ويډيوګيم کې تېراوه. يو ار زان بيه کمپيوټر مې ورته واخيست. اوس هم لوبې کوي او هم يې کمپيوټر زده کړی دی . بله ګټه يې دا ده چې له بدو ملګرو هم خوندي شو." |