د افغانستان په ښارونو کې ډېری کوڅې خامه دي چې په بارانونوکې داوبو ټو لېد و او خټوخلک له ستونزو سره مخ کړيدي. د کابل ښار د خواجه بغرا اوسېدونکي حفيظ چې کله کوم لور ته ځي، اړکيږي چې پسرلي کې هم موزې په پښو کړي . ددې ستونزې يولامل دپخپل سراوبې نقشوکورونو ودانول دي خو د کابل ښار يو بل او سېدو نکی، جاويد احمد وايي: " د برېښنا او ټليفون لينونواو د اوبو دنلونو لپاره د کوڅو کيندل او په کوڅوکې د ساختماني موادو اچول داشان ستونزې رامنځته کوي." د نوموړي په اندد اوبو د وتلو د لارې نشتوالی هم داوبواوخټودټولېدولاملونه کيدای شي . ددې ستونزې دحل لار څه ده؟  |  په کوڅوکې داوبودټولېدويولامل دپخپل سراوبې نقشوکورونو ودانول دي .  |
د کابل ښار د خير خانې اوسېدونکي ،حاجي اقبال الدين د خپلو ګاونډيانو په مرسته ټوله کوڅه پخه کړې ده. په کوڅو کې د شګو اچولو ،دويالو ايستلو او د کوڅود پخولو له لارې څخه په ګټې اخيستنې کولاي شو ترزياته بريده دا ستونزې حل کړو. |