ځينې شرکتونه د مشتريانودپيداکولولپاره خپل اعلانونه د کورونو او نورو عامه ځا يو نو پر ديوالونو ليکي يا يې ځړوي. دا کار له يوه پلوه د ښار ښکلاته زيان رسوي اوله بله پلوه د ځينو کورونو خاوندان هم له ستونزوسره لاس او ګرېوان کوي. د جلال آبار ښار اوسېدونکې، مسلم شاه هرکال دخپل کورديوال ديوالونه رنګوي خود کال ترپايه داعلانونو له امله سپين ځای پکې نه وي پاتې. ځيني شرکتونه داکاردکور د خاوندانو له اجازې پرته ترسر ه کوي، خو پدې برخه کې ښا روالۍ کومه لايحه لرې اوکه نه؟ د کابل ښاوالۍ مرستيال، عبدالوهاب سادات وويل :"د ښاروالۍ د قانون له مخې هيڅوک حق نلري دخلکودکورونو پردېوالونواعلان وليکي . ددې کار سرغړوونکي لومړی نغدي جريمه اوپه دوهم قدم کې څارنوالۍ ته ورپېژندل کيږي."  | | | د ښاروالۍ د قانون له مخې هيڅوک حق نلري دخلکودکورونو پردېوالونواعلان وليکي . |
د بې بې عايشې د دينې مدرسې مديرې، قاري نظيفې، اعلانونه په وړو کاغذونو کې چاپ اوپه ځينو جوماتونو کې يې په خلکو ويشلې دي . ځينې شرکتونه خپل اعلانونه د ښاروالی لخوا په ټاکلي ځايونو ، ورځپاڼو ، راډيو، ټلويزيون ، انترنيټي سايټونو اوله نورو لارو هم خپروي. |