په افغانستان کې دسالموبوختياو د زمينې د کموالي له امله ځينې خلک په لوبو شر طو نه تړي چې په ښارونوکې دا کار زيات ترسترګوکيږي. شرط د دوو لورو تر منځ په بېلابېلو شيانوتړل کيږي ، لکه د ځناورو او مرغانو په جنګو لو، ديوې خبرې په سپينولو او ياهم دځان په تکړه ښودلو کې . داکار کله ناکله ددواړو اړخونو ترمنځ دشخړو لامل هم کيږي. د لوګر ولايت يوتن او سېد ونکي، قسيم وويل : " د کرکټ په لوبه مو شرط تړلی و ، لوبه موږ وګټله خو دلوبې په پای کې مقابل لوري راسره نښته وکړه چې په پايله کې يې دوه کسان سخت ټپيان شول."  | | | شرط تړل دجوارۍ په څېرګټونکی اوبايلونکی لري چې دا کار د اسلام له نظره حرام دی. |
يو تن دينې عالم، شمس الرحمان فروتن، وويل چې شرط تړل دجوارۍ په څېرګټونکی اوبايلونکی لري چې دا کار د اسلام له نظره حرام دی. دبيکارۍ ، ناوړه رواجونو او بېسوادۍ په له منځه وړلو ددې کار مخنيوی کولای شو. د سالموبوختياوپيداکول اوددې ترڅنګ مثبته سيالي کول يوله هغولاروچارو دي چې په پلي کولو سره يې کولای شو له شرط تړلو ځان وژغورو. |