ښارونه د ښارواليو د پلان پر بنسټ جوړيږي چې د نورو ټولګټوځايونو ترڅنګ په ځينو برخو کې شنې سيمې هم په پام کې نيول کېږي. خو د افغانستان په ډېرو ښارونو کې خلکو د سيمې سمسورتياته پاملرنه نده کړې . پدې اړه د کابل د خوشحال مېنې اوسېدونکی، هدايت الله، وايې: "زموږ د کورونو تر مخ سپېره ډاګ دی، ماشومان پکې لوبې نشي کولای او کورونه مو هم هره ورځ له خاورو او دوړو ډک کېږي." کومو سېمو ته شنې او سمسورې سيمې ويلائ شو او له پياده رونو سره څه توپيرلري؟ دکابل ښاروالۍ د تګلارې جوړلو رييس، انجينر شاولې زميع ،وايې چې پياده روونه دپلودتګ راتګ لپاره جوړ شوي اوشنې سيمې دتفريح ځای دی. هيڅوک حق نلري پلې لارې بندې کړي .داچې څرنګه کولای شو شاړ ځايونه شنه او ګټې اخستنې ته چمتو کړو، دکندز اوسېدونکی، اسلام الدين وايي:  |  پياده روونه دپلودتګ راتګ لپاره جوړ شوي اوشنې سيمې د تفريح لپاره.  |
"د کورونوتر مخ مو يوه ټوټه شاړه ځمکه وه، ونې او چمن يې پکې وکرل، اوس هم له خاورو دوړو خلاص يواوهم دماشومانولپاره دتفريح ځای پيدا شو." |