BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2009 ,13 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: ترافيکي څراغونه

ترافيکي څراغونه
دترافيکي اشارو مراعات کول د انسان ژوند له خطر نه خوندي کوي.
ترافيکي اشارې د نړۍ په زياتره هېوادونوکې د ترافيکو دنده پر مخ بيايي، خلک او موټر چلوونکې د همدې اشاور په لارښوونه تګ راتګ کوي.

خو په افغانستان کې دې کار ته ځانګړې پاملرنه نده شوې اود جګړوپه مهال ترافيکي اشارې بيخي له منځه تللي دي.

پدې وروستيو کې د کابل په ګډؤن د افغانستان په ځېنو لويو ښارونو کې د داډؤل اشارو د بيا لګولو کار پيل شوی دی.

پدې کار سره، په هغوښارونوکې چې داډول اشارې بيا فعاله شوې، دترافيکي پېښوپه کچه کې نيږدې 50 په سلو کې کموالی راغلی دی.

ددې سره بيا هم ترافيکي پېښې رامينځته کېږي چې لامل يې د جلال آباد ښار اوسېدو نکی، محمد نسيم، د موټرو ګڼه ګـوڼه او داشارو نه مراعاتول بولي.

ددې ترڅنګ دترافيکي څراغونوسره دخلکو نابلدتياهم ستونزې رامنځته کوي چې په يوه وخت هم پلي اوهم موټرې په ګډه حرکت کوي.

داچې څرنکه کولای شو دې ستونزو ته د حل لاره پيدا کړو ،د کابل ښار دترافيکو د مديريت يو تن افسر ، غلام جيلاني وايې:

ترافيکي اشارې
دترافيکي اشارو په بيافعالولودترافيکي پېښوپه کچه کې نيږدې 50 په سلو کې کموالی راغلی دی.

"دپليولپاره بېل او د موټرو لپاره بېل څراغونه لګيدلي او ددې ترڅنګ د پليو لپاره په سړکونو کې د پياده رو دهليزونه په سپينو کرښوپه نښه شويدي.

دترافيکي اشارو په پام کې نيول ، د موټرچلولو په کورسونو کې ګډون او په څلورلارو کې ورو تګ تر ډېره ْبريده د دا ډؤل ستونزومخنيوی کولای شي."

شنه سيمهد ښار غږ
سمسور ځايونه
دنيالګيوساتنهښار غږ
د نيالګيو ساتنه
دغرونوکورونوته لارېد ښارغږ
د غرونواوسېدونکي
شرط تړلدښار غږ
شرط تړل
باران اودخلکوستونزېد ښار غږ
باران او په واټونو کې ستونزې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>