په ښارونو کې د پليو لارې د ځمکې د کموالي له امله تنګې جوړيږي چې په يوه وخت ګڼ شمېر خلک پکې تګ راتګ نه شي کولای. خو سربېره پر دې هم ځينو هټيوالو د خپلوهټيوتر مخ پلې لارې په خپلو سوداګريزو توکو بندې او خلک يې له سونزو سره مخ کړي دي. د کابل ښار يوه اوسېدونکې ، حميده په پليو لارو کې هټيوالو دخرڅلاو دتوکو داېښو د لوله کبله دې ته اړکيږي چې په عمومي واټ تګ راتګ وکړي. ددې کاردلاملونوپه اړه د کابل يوتن هټيوال ،ياسين ،وايې چې هټۍ ګانې يې تنګې دي ، دخرڅلاو توکي اخيستونکي دهټۍ په منځ کې ښه نه شي ليدلای. د کابل ښاروالۍ مرستيال ، انجينر ياسين هلال، وويل چې هيڅوک حق نلري پلې لارې په سوداګريزو توکو بندې او راکړه ورکړه پکې وکړي.  | | | هيڅوک حق نلري پلې لارې په سوداګريزو توکو بندې او راکړه ورکړه پکې وکړي. |
د کابل يو بل دوکاندار ،عبد الجبار وايې چې پخوا به يې دهټيو تر مخ توکي ورکېدل خو اوس په هټۍ کې دننه سودا خرڅوي چې داستونزه يې حل شوې ده. که چېرې هټيوال خپل دخرڅلاو توکي پليولارو ته راونباسي، له يوې خوابه پلې لارې نه بنديږي اوله بله پلوه به يې دتوکودورکېدو ويره هم له منځه ولاړه شي. |