 | | | د خوښي په مراسمو کې يو له بله سره مرسته دخلکو په مينځ ورورولي او صميميت پيدا کوي. |
دافغانستان په بېلابېلو ښارونو کې خلک يو دبل دخوښيو په مراسمو کې ونډه اخلي اود امکان تربريده يو له بل سره مرستې هم کوي. يو شمېر خلک بيا پداسې مراسموکې له ونډې اخيستلوډډه کوی چې وروسته بيا پخپله هم له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي. د کابل ښارد اوسېدونکي، نورالحق د زوی د واده په مراسموکې هيچامرسته ونکړه ځکه هغه هم دکليوالودخوښيوپه مراسموکې ونډه نه اخيستله. دخوښيو په مراسموکې مرسته له يوې سيمې تربلې توپيرلري. ځينې خلک داکارونه د يوې سيمه ييزې شورالخواپرمخ بيايي. دکابل ښار يوتن اوسيدونکې غياث الدين وويل: "موږددې کارونودترسره کولولپاره يوه ټولنه جوړه کړي. مسوول کسان دهرکورڅخه پيسې راټولوي لوښې او نورداړتيا وړسامان پرې اخلي.ددې ترڅنګ مو دمرستې يوصندوق هم اېښودلی دی."  | | | ځينې خلک واده پورې اړوندکارونه د يوې سيمه ييزې شورالخواپرمخ بيايي. |
د لشکرګاه اوسېدو نکی،ذال خان ،د واده دڅښتن کور ته داړتياوړلوښي اوخپل زامن دکارلپاره استوي. د خوښي په مراسمو کې ګډون او يو له بله سره مرسته کول دخلکو تر مينځ ورورولي،يو والی او صميميت پيدا کوي او تر ډېره بريده دخلکوستونزې حل کوي. |