دافغانستان په ډېرو ښارونوکې د څو کلونوراپديخوا ترافيکي سيستم خراب او په ځينو ځايونو کې له مينځه تللی دی. په ځينو ښارونو کې خلک کم عمره هلکانوته موټرې پيري او بيايې په ښارونوکې چلو ي چې دې کار يوشمېرښاريان له ستونزو سره مخ کړي دي. دکابل ښاراوسېدونکی، جبار په بايسکل بازارته دتګ په لاره يوه کوچني هلک ، چې موټريې چلاوه، وواهه اوبيا په روغتون کې بستر شو. دا چې ددې ډول کسانو په اړه په قانون کې څه راغلي، د کابل ښار د ترافيکو د مديريت يو تن افسر، سمونوال غلام جيلاني، وويل: "هغه چاته چې کم عمر هلکانوته موټر په واک کې ورکړي، (٦) کاله بند په پام کې نيول شو ی دی. او همدا راز سرغړوونکی ماشوم د(٦) مياشتو لپاره د ماشومانو د اصلاح مرکز ته استول کېږي.  | | | هغه چاته چې کم عمر هلکانوته موټر په واک کې ورکړي، (٦) کاله بند په پام کې نيول شو ی دی. |
دموټرچلولو جواز هغه چاته ورکول کيږي چې د(١٩) کلنۍ عمر يې پوره کړی وي او له جسمي او اروايي اړخه روغ رمټ وي." که چيرې کورنۍ کم عمر هلکانوته له کورڅخه دموټر اېستلو اوچلولو اجازه ورنه کړي، هم به دوی اوهم به نورښاريان له خطرونوخوندي وي. |