 | | | هغه کس،چې دشتوڅښتن،آزاد او مسلمان وي ،دسرسايې ورکول پرې واجب دي. |
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اخترتر لمانځه دمخه يوټاكلی اندازه مال د سرسايې (فطر صدقې) تر نامه لاندې اړو كسانو ته وركول كيږي. داچې سرسايه څه ته وايې او څه حکم لري، د کابل پوهنتون دشرعياتودپوهنځي استاد شريف عمرزي وويل: "سرسايه هغه مال ته وايي چې اړوکسانوته ترحماً ورکول کيږي ،حکم يې واجب اودنفس دپاکوالی لپاره اجرا کيږي. هغه کس،چې دشتوڅښتن،آزاد او مسلمان وي ،دسرسايې ورکول پرې واجب دي چې اړوکسانو ته يې بايد ورکړي." د لوګر اوسېدونکي نازک مير وويل چې سرسايه د کور په هر غړي خوردکم يو چارک غنم يا د هغې معادل پيسې دي. سرسايه مستحقو خپل خپلوانو، ګاونډيانو او اړوکسانوته داخترترلمانځه دمخه ورکول کيږي.  | | | سرسايه هغه مال ته وايي چې اړوکسانوته ترحماً ورکول کيږي. |
دسرسايې ټولنيزارزښت دادی چې بې وزله انسانان هم خپل ځان داخترپه خوښيوکې له شتمنوسره شريک بولي. استادعمرزي وويل دکورنۍ په مشر واجب ده چې دخپلې مېرمنې اوصغيرو اولادونو سرسايه ورکړي. |