BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:48 گرينويچ 2009 ,04 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: امبولانس

امبولانس
ډريوران او پلي کسان بايدد بيړنيو پيښو پر مهال د امبولانس لومړيتوب په پام کې ونيسي.
د بېړنيو پېښو پر مهال ځينې مرستندويه ادارې، دامبولانسونوپه مرسته، له خلکو سره د ستونزو په کابو کولو کې مرسته کوي .

دا امبولانسونه کله ناکله په سړکونوکې د ګڼې ګوڼې او بې احتياطيو له امله له يولړ ستونزو سره مخ کيږي.

ذبيح الله د کابل اوسېدونکي وويل :

"ورور مې ټپي شو، په امبولانس کې روغتون ته دوړلوپر مهال په لاره کې دموټر و دګڼې ګوڼې له امله مو هغه له لاسه ورکړ."

د کابل د ترافيکومدير، جنرال اسد الله، وويل چې امبولانس او د بيړينو پيښو د مخنيوي ادارې له ځانګړو امتيازونوڅخه برخمنې دي.

هغه کسان چې د دوی په لاره کې خنډ جوړوي جريمه او قانوني چلند ورسره کيږي.

دکابل امبولانس مشر حاجې نذير احمد شيرزي وويل چې امبولاسونه اکسيجن ،ځانګړي کمربندونه ، چپرکټ،ډاکتر او درمل لري.

امبولانس
هغه کسان چې د امبولانسونو په لاره کې خنډ جوړوي جريمه او قانوني چلند ورسره کيږي.

هغه کسان او ډرېوران چې په لارو او سړکونوکې تګ راتګ کوي، د بيړنيو پيښو پر مهال بايد د امبولانس لومړيتوب په پام کې ونيسي.

پدې کار سره به يې له يوې خوا خپل ځان له خطرڅخه ساتلي وي اوله بله پلوه به يې دهغه ناروغ ژوند ژغورلی وي چې امبولانس يې روغتون ته لېږدوي.

دکابل په ښار کې دعامې روغتيا وزارت امبولانسونه په وړيا توګه دخلکو په خدمت کې دي چې (١٠٢) نمبرتلفون سره داړيکو لارې ترې ګټه اخيستی شو.

وړې سوداګريانېد ښارغږ
وړې سوداګريانې
اخترید ښار غږ
اختری
aep_cv_wk_37_66.jpgد ښارغږ
سرسايه
دتازه ميووساتلدښار غږ
د تازه ميوو ساتل
عصري قصابيد ښارغږ
عصري قصابيانې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>