 | | | ملاماتوونکي رواجونه اوبې ځايه غوښتنې دمېړه او ښځې په راتلونکي ژوندهم ناوړه اغېزلري. |
د اختري رواج له ډيرې پخوا زمانې راپدېخوا دخلکوترمنځ دود او خلک يې دکورنيو ترمينځ د ښو اړيکو او محبت د زياتېدو لامل ګڼي. د زبيح الله په نوم دکابل ښار اوسېدونکي وويل چې پخوا به خلکو داختري په نامه يوه جوړه جامې، خوراکي توکي او نکريزې دناوې کورته وروړلې. شاه محمد د کندهار اوسېدونکي وويل چې دهغوئ په سيمه کې د اختری وړل دوه طرفه دي، هم يې نجلۍ ته وروړي او هم يې زوم ته خو که دا غوښتنې ، سيالي اوشريکي له حده زياته وي ، خلک له راز راز ستونزو سره هم مخ کوي، د کابل ښار اوسيدوکې بنفشې فيضي وويل: "بې ځايه غوښتنې دکورنيوترمنځ دوستي خرابوي او دمېړه او ښځې او دهغوي د اولادونو په راتلونکي ژوندهم ناوړه اغېزلري. داسې هم لېدل شوي چې ددې رواجونوله امله کوژدې هم فسخ شوې دي او دکورنيوترمنځ دښمنۍ پيدا شوي دي." داسلام پاک دين هم په هرکار کې په توازن ټينګارکړی دی،کورنيوته ښايي چې پدې برخه کې ددواړولورو اقتصادي حالت هم په پام کې ونيسي. |