 | | | پر خوازې د کار په مهال دې لاروي دکار ساحې ته له ننوتلو منع کړای شي څوله خطرسره مخ نه شي. |
په ښارونو کې د لوړپوړيزو ودانيو د جوړولوپر مهال له خوازوڅخه کار اخلي چې کله ناکله يولړ ستونزې اوخطرونه هم رامنځته کوي. نصرت الله د کابل ښار اوسېدونکي وويل چې څه موده مخکې يې د سانډو(باجه) په لور او زوي يې په کوڅه کې خوازه راولويده. پدې پېښه کې هلک له مينځه ولاړ او نجلۍ په دواړو پښوفلج شوه اومور يې د هغوئ له غمه خپل ژوندله لاسه ورکړ. عمران په داسې يوې خوازې کارکاوه چې سمه نه وه تړل شوې، هغه ترېنه لاندې راپرېووت اوڅو پوښتۍ يې ماتې شوې. سيد مرتضی، چې دخوازې کارکوي وويل:" کار کوونکي بايد ډير بار په خوازه وانه چوي او د کار پر مهال دې له خوازې پرده تاو کړي. له کمربند او خولۍ څخه دې کار واخلي اودخوازې تختې دې هم دومره ډبلې وي چې ماتې نشي."  | | | کار کوونکي بايد ډير بار په خوازه وانه چوي او د کار پر مهال دې له خوازې پرده تاو کړي. |
پر خوازې دکارپرمهال لازمه ده يوموظف کس لاروي دکارساحې ته له ننوتلو منع کړي او خوازه دې په ځمکه ښه ټينګه ودرول شي. پورته ټکو ته په پام سره به مو له يوه پلوه خلک او ځانونه له خطرڅخه ژغورلی وي او له بله پلوه به مو کار هم په ښه توګه سرته رسولی وي. |