 | | | د بې ځايه زړه سوي په ځای دې نابينايان کار اودرس ته وهڅول شي. |
د اکتوبر د مياشتې( ١٥) نېټۀ (د تلې ٢٣)،د نابينايانو نړيواله ورځ ،هرکال د سپينې امسا تر نامه لاندې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کيږي. ديوې نړيوالې شمېرنې له مخې په نړۍ کې د( ٣١٤ )ميلونو په شاوخواکې کسان د سترګو د ليد بېلابېلې ستونزې لري. په افغانستان کې ددې ډول کسانوشمېره د(٤٠) زروپه شاوخوا کې ښودل شوېده. يوشمېر نابينايان خپلې ورځنۍ چارې له بېلابېلو لارو پر مخ بيايې. خوسکينه، دنابينايانودمسلکي ښوونځی زده کوونکې، په لاره اوبازارکې د ځينو کسانوله ملنډوڅخه سرټکوي. نورجهان صافۍ، د نابينانو د مسلکي ښوونځي ښوونکې، د اړتياپه مهال ددې ډول کسانوسره مرسته دهغوئ د کورنۍ او ټولنې دنده وګڼله. دهغې په اند دنابينايانوسره دې له بې ځايه زړه سوي ډډه وشي، هغوئ دې کار اودرس ته وهڅول شي چې نوروته اړ نه شي.  | | | ښوونځي ته پخپله ځم ،د کور کار کوم ، موسيقۍ ته لاسرسی لرم اومقالې او شعرونه هم ليکم." |
عبدالغفار، چې پخپله هم نابينا دی، د نابينايانو د وړتيا په اړه وويل: "ښوونځي ته پخپله ځم ،د کور کار کوم ، موسيقۍ ته لاسرسی لرم ، بورسونه جوړولی شم او ځينې وخت مقالې او شعرونه هم ليکم." |