کوتربازي د افغانستان په ډېرو سيمو، په ځانګړي ډول په ښارونو، کې د خلکو ترمينځ دود ده او زيات شمېر مينه وال هم لري. کبير د کابل ښار د شيوکيو اوسېدونکي وويل چې د ښارونو اوسېدونکې کوترې د الوزولو، نسل ګيرۍ ، شوق ، جنګ او درملنې لپاره ساتي. خو دکوترو ساتل يولړ ستونزې، هم کوتربازانو او هم عامو خلکو، ته پېدا کوي. پدې اړه، شريف، دکابل ښاريوبل اوسېدونکي وويل: کوتربازان ټوله ورځ په بام ولاړ وي د خلکو کورونو ته ګوري ، چيغې وهي، په کوترو پسې ډبرې واروي چې دخلکوپه کورونوهم لګيږي. خوعبدالله، دهمدې ښار يوکوترساتونکی، کوتربازي دپاچاهانوکاروباله او ويې ويل: "کوتربازي ځانګړې طريقې او اصول لري.  | | | د ښارونو اوسېدونکې کوترې د الوزولو، نسل ګيرۍ، شوق، جنګ او درملنې لپاره ساتي. |
کوتروته دې په بام محفوظ ځاي جوړ شي، بامونو ته دې نور خلک نه راولي اوله بې ځايه غالمغال اوډبروغورځولو دې ډډه وشي." که چېرې کوتربازان دکوتروساتلو اصول او ټولنيز نزاکتونه په پام کې ونيسې ، هم به ګاونډيان نه وي په تنګ شوي اوهم به يې کوترې ښې وساتل شي. |