په ښارونوکې ډېری ماشومان او زلميان په اخترونو اودخوښيوپه نورو ورځو کې له پټاقيواود لوبو له باروت لرونکو سامانونوڅخه ګټه اخلي. له دا شان سامانونوسره لوبې کول زياتره وخت د اورلګېدنې او دبدن دغړود معيوبېدلو ترڅنګ د خلکو د ځورونې سبب هم کيږي. حاجي عبدالجباردکابل يو اوسيدونکي وويل چې دوه کاله مخکې يوماشوم دپټا قيو سره دلوبوپه مهال موټر وواهه چې داختر خوښي يې په غم بدله شوه. ده خپلوماشومانوته مهالويش جوړکړی او داسې دلوبوسامانونه ورته راوړي چې دپټاقيو سره لوبېدلوته يې اړتياپيدا نشي. دداشان زړه بوږنوونکوپېښوپه مخنيوي کې دکانداران هم مسووليت لري . هغوئ دې دباروتي وسايلوپه ځای دلوبو بې خطره سامانونه وپلوري.  | | | دلوبوباروت لرونکي سامانونه د اورلګېدنې او دبدن دغړو د معيوبېدلو سبب هم کيږي. |
پدې کار سره به يې له يوې خوا خپله حلاله ګټه ترلاسه کړې وي اوله بله پلوه به يې خلک اوماشومان له خطرونو خوندي کړي وي. دپټاقيواوباروت لرونکوسامانونوپلورل اوپېرودل دقانون له مخې هم منع دي چې سرغړونکي يې د پوليسو لخوا تعقيب او نېول کيږي. |